لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان: د غېرت په نوم د وژل شوؤ جينکو ويډيو جوړؤنکی سره د نورو څلورو تنو نيول شوی


په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې چې څلور ورځې وړاندې دوه جينکۍ د غېرت په نوم وژل شوې، د دغو جينکو د وژنې په تور کې هغه تن چې د جينکو ويډيو يې جوړه کړې او نور څلور تنه نيول شوي دي.

بلخوا د انساني حقونو تنظیمونو د وژنو غندنه او د ککړو کسانو خلاف یې سختو اقداماتو غوښتنه کړې ده. دغه تنظیمونه وايي په پاکستان کې هرکال د سلګونو په شمېر کې مېرمنې د غیرت په نوم وژل کیږي.

د امريکې سي اېن این ټېلې وژن د شمالي وزیرستان د پېښې په اړه په خپل رپورټ کې د انساني حقونو نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ د ۲۰۱۹ رپورت له قوله وايي چې په پاکستان کې هر کال ۱۰۰۰ پورې مېرمنې د غیرت په نوم ووژل شي. خو رپورټ وايي دا کره شمېرې نه دي ځکه چې زیاتره داسې ډول وژنې یا خو نه رپورټ کېږي او یا ورته د کورنۍ غړي فطري مرګ نوم ورکړي.

په شمالي وزیرستان کې پوليس چارواکی چې د دغه پېښې په اړه په تفتیش نظر ساتي د نوم نه ښکاره کولو په شرط يې وي او ای ډيوه ته وویل د جينکو په وژنه کې تورن څلور، پينځه کسان يې نيولي چې پکې د جينکو پلار، تره اود تره زامن او ويډيو جوړؤنکی تن فدالله هم شامل دی.

پوليس چارواکی وايي د شمالي وزيرستان په لرې پرته غرئيزه علاقه ګړيوم چې د جنوبي وزيرستان سره پوله لري، تېر کال پکې د جینکو ويډيو ريکارډ شوې او په وروستيو کې په ټولنيزو رسنیو خپره شوې ده.

په ياده ويډيو کې درې جينکۍ ليدل کيږي چې يو تن پکې دوه جينکۍ ښکلوي، د پوليس په مقدمه کې د وژل شوؤ جينکو عمرونه ۱۶ او ۱۸ کاله ښودل شوي دي.

د پوليس افسر په وېنا په دغو جينکو کې يوه واده شوې چې بچي یې نه ؤ او بله کوژدن وه.

پوليس افسر وايي دا جينکۍ چې د تره لوڼه دي او محمداسلم چې هغه هم د دوی د تره زوی دی، دوی يې په ډزو وژلي دي.

د پېښې مقدمه د شمالي وزيرستان په رزمک تاڼه کې درج شوې ده.

په پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم د شمالي وزيرستان د پېښې غندنه کړې او د انتظاميې نه يې غوښتي ؤ چې په پېښه کې ککړ کسان دې د قانون منګولو ته راوستی شي.

د بشري حقونو نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنيشنل وايي په پاکستان کې هر کال نزدې زر کسان چې زياتره پکې ښځې وي د غېرت په نوم وژل کيږي.

د پاکستان د انساني حقونو تنظیم هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان په شمالي وزیرستان کې د غیرت په نوم د جینکو د وژنې غندنه وکړه او دا یې "بربریبت" وبللو.

د غیرت په نوم د مېرمنو وژل غیرقانوني ټاکل شوي دي خو بیا هم هر کال د سلګونو ښځو ژوندونه په دې خبره ختم کړی شي چې د کورنۍ عزت یې بې ناموسه کړی دی. ادارې د غیرت په نوم وژنو کې د ککړو کسانو خلاف د سختو اقداماتو غوښتنه وکړه.

نړیوالې ادارې وايي په پاکستان کې د مېرمنو د مخکې تلو شرح ډیره ټیټه ده.

سي اېن اېن په خپل رپورټ کې د اقتصادي ترقۍ دپاره کارکوونکې ادارې ورلډ اکنامک فورم ادارې د څیړنې په بنیاد وايي پاکستان د ابادۍ په لحاظ د دنیا شپږم لوی ملک دی خو د مېرمنو د برابرۍ په برخه کې کارکردګي یې تر ټولو خرابه ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG