د شمالي وزیرستان نه بې کوره شوي زنانه د نفسیاتي او معاشي مسلو ښکار دي او ځېنې خو اوس د خاوندانو د بدې رويي سره هم مخ دي چې وړاندې يي تجربه نه وه شوي. دا خبره د خیبر پښتونخوا د ښځو کمیشن په رپورټ کې کړې ده.
رپورټ وايی بې کوره شوي زنانه ؤ کې ٧٥ فېصد زنانه د بې خوبۍ سره مخ دي.
د رپورټ په هکله د خیبر پښتونخوا د پروینشل کمیشن ان د سټیټس اف ویمن چارواکې امنه دراني وايي د کدوالو زنانه ؤ په هکله ددوي څیړنې حیرانکونکې نتیجې رامینځته کړې دي.
وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره مرکه کې امنه دراني وویل بې کورۍ د شمالي وزیرستان زنانه د گڼو مسلو سره مخامخ کړې دي چې پکې نفسیاتي او معاشي مسائل شامل دي.
میرمن دراني وايي ځېنې زنانه خو اوس د خاوندانو د بد سلوکۍ سره هم مخ دي چې وړاندې داسې نه وو.
خو لکه د هغه یو متل په مثال چې په بدو حالاتو کې هم د امید څه خبره وي، امنه دراني وايي که وړاندې شمالي وزیرستان کې جینکۍ سکولونو ته نه تلې خو اوس کیموپونو کې ورته د تعلیم بندوبست شوی دی او ٩٨ فیصد جینکۍ تعلیم ترلاسه کوي.
د بې کوره زنانه ؤ د مسائلو په هکله پیښور نه د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریالې سعدیه قاسم شاه رپورټ دلته اوریدی شۍ: