لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د پوځ څلور عسکر وژل شوي دي

د خړکمر د پېښې وروسته د پي ټي اېم شا او خوا ٢۴ غړي نیول شوي چې پکې د پي ټي اېم د قومي اسمبلۍ دوه غړي محسن داوړ او علي وزیر هم شامل دي
د خړکمر د پېښې وروسته د پي ټي اېم شا او خوا ٢۴ غړي نیول شوي چې پکې د پي ټي اېم د قومي اسمبلۍ دوه غړي محسن داوړ او علي وزیر هم شامل دي

د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان ضلع کې د سړک په غاړه د بم چاودېدو لامله لږ تر لږه څلور پوځي عسکر وژل شوې او څلور نور خمیان دي.

د پاکستان د پوځ ترجمان وویل د شمالي وزیرستان په خړکمر سیمه کې د جمعې په ورځ د امنیتي ځواکونو قافله روانه وه چې د سړک په غاړه د "ترهگرو" ښخ کړي چاودیدونکې مواد د ریموټ کنټرول په زریعه خلاص کړی شول.

په چاودنه کې څلور عسکر ووژل شو چې یو پکې لېفټېننټ کرنل، یو مېجر او یو کپتان شامل دی.

پوځ وویل په عسکرو حمله په داسې سیمه کې شوې ده چې امنیتي ځواکونو پکې د لټون عملیات ترسره کړې دي او د وروستیو ځینو حملو مرسته کونکي یې نیولي دي.

پوځ وویل په شمالي وزیرستان کې د تشدد په ورستیو پېښو کې ١٠ عسکر وژل شوي او ٣٥ نور زخمیان شوي.

خړکمر هغه سیمه ده چې پوځ پکې تېره میاشت ویلي وو د پښتون ژغورنې غورځنگ فعالانو په یو چېک پوسټ حمله وکړه خو د تحریک مشران وايي دوی نه پوځ ډزې وکړې. پوځ په پېښه کې د دریو کسانو د وژل کېدو تصدیق کړی دی خو پي ټي اېم وايي د خړکمر په پېښه کې ١٣ کسان وژل شوي دي. د انساني حقونو تنظیمونو د خړکمر د واقعې د تحقیقات غوښتنه کړې ده.

د خړکمر د پېښې وروسته د پي ټي اېم شا او خوا ٢۴ غړي نیول شوي چې پکې د پي ټي اېم د قومي اسمبلۍ دوه غړي محسن داوړ او علي وزیر هم شامل دي. په نیول شويو فعالانو په امنیتي ځواکونو د حملې او اولس امن د تباه کولو الزامات لگول شوې دي.ټ

محسن داوړ چې په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان او علي وزیر چې د جنوبي وزیرستان نمایندگی کوي په خړکمر چېک پوسټ د حملې الزام ردوي او وايي پوځ د پي ټي اېم په پرامنه کارکونکو ډزې کړې دي.

د پاکستان په حکومت او پوځ الزام لگول کېږي چې مطبوعاتې ادارې د پي ټي اېم په اړه د خبرونو نه منع کوي او په پي ټي اېم تور لگوي چې د افغانستان او هندوستان د استخباراتي ادارو په لمڅون په پاکستان کې نسلي تعصب د راپاولو کوښښونه کوی. خو پي ټي اېم دا خبرې ردوي وايي غوښتنې یې د پاکستان ائین یا اساسي قانون په چوکاټ کې دي.

پي ټي ایم وايي د ترهگرۍ او پوځي عملیاتو دلاسه د ځپلو شویو پښتنو او د هغو کسانو د حقونو دپاره کار کوي چې بې درکه کړی شوې دي او په مبینه توگه د امنیتي ځواکونو په ولکه کې دي.

د پي ټي اېم فعالان او څېړونکي وايي د پاکستان د قامي بهیر مطبوعاتي ادارې د فشار دلاندې دي چې د تحریک خبرونه به نه ورکوي.

د صحافت د ازادۍ اداره رېپورټرز ود اوټ بارډرز په یو تازه بیان کې ویلي "د خبریالانو د ویرولو او د مطبوعاتو په مدیرانو او منتظیمینو د فشار مختلفې طریقې د استمالوولو د لارې پوځي ادارې د پي ټي اېم په خبرونو غیر رسمي پابندي لگولې ده."

په امریکا کې میشته ادارې کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس هم په خپل یو ورستي بیان کې د پي ټي اېم په خبرونو د بندیز غندنه کړې ده او ویلي یې دي چې ادارې موندلي چې د پوځ د فشار لامله ادارې د سنسرشپ نه کار اخلي.

حکومتي مامورین په مطبوعاتو کې د پي ټي اېم په خبرونو د پابندۍ دفاع کوي خو د دې پرته د پي ټي اېم د دې غوښتونو حمایت کوی چې درکه کسان دې ازاد یا عدالتونو ته وړاندې کړی شي، په قبایلي سیمو کې دې ځمکني بمونو یا لېنډ ماینز صفا او په سیمه کې دې غیرضروري چېک پوسټونه لرې کړی شي.

پوځ ویلي د لنېډ ماینز د صفا کولو کار یې پېل کړی دی او په سیمه کې د صورتحال کېدو سره به چېک پوسټونه هم لرې کړی شي.

وزیراعظم عمران خان په شمالي وزیرستان کې د جمعې د ورځ حمله غندلې ده خو د پي ټي اېم نوم په نه اخیستلو یې وویل ځینې شر خوښونکي قبایلي ولس گمراه کوي خو ریاست به اجازت ور نکړی چې امن خراب کړي.

امریکې به تر ډیر وخت پورې شمالي وزیرستان د نړیوالې ترهگرۍ مرکز گڼلو ځکه چې د القاعده، طالبانو او نورو سیمه ایزو وسله والو په سیمه کې پناه ځایونه لرل.

خو د امریکايي فشار دلاندې پاکستان په کال ٢٠١۴ کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات پېل کړل او اوس وايي علاقه کې نور وسله وال نشته. د دې ترڅنگ، پاکستان د افغانستان سره په پوله د ازغن تار لگولو، پوځي قلعو او سرحدي پوسټونو په جوړولو کار پېل کړو. پاکستان وايي د دغه منصوبې مقصد په ٢٦٠٠ کلومېټره اوږد سرحد د وسله والو د تگ راتگ مخه نیول دي.

XS
SM
MD
LG