لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزیرستان تاجران وايي د پوځي عملیاتو په مهال یې دوکانونه لوټل شوي دي


پوځ په شمالي وزیرستان کې د کال ٢٠١۴ م د جون په میاشت کې د "ضرب عضب" په نوم د وسلوالو خلاف اپریشن پیل کړو. د اپریش له امله د لکونو په شمیره کې خلک په خپلو کورونو او کاروبارونو پرېښودو او د کډوالۍ په ژوند مجبور شو
پوځ په شمالي وزیرستان کې د کال ٢٠١۴ م د جون په میاشت کې د "ضرب عضب" په نوم د وسلوالو خلاف اپریشن پیل کړو. د اپریش له امله د لکونو په شمیره کې خلک په خپلو کورونو او کاروبارونو پرېښودو او د کډوالۍ په ژوند مجبور شو

د پاکستان د قبائلي سیمې شمالي وزیرستان تاجران وايي چې د "ضرب عضب" نومې پوځي اپرېشن په مهال د دوی د دوکانونو نه د اربونو روپو سامانونه ولوټل شو او بیا یې دوکانونه ړنگ کړی شول.

د شمالي وزیرستان د تاجرانو د اتحاد مشر ذهین الله وايي په ضرب عضب اپرېشن کښې ددوي د کورونو سامانونه په پنجاب او د پاکستانو په نورو یوشمېرسیمو کښې په کباړ کښې په خرڅ لیدل شوي دي چې عکسونه یې هم ددوی سره شته.

د وزیرستان دغه کاروباریان پېښور کښې د مطبوعاتو کلب مخې ته د تېرو څو ورځو راهېسې په احتجاج ناست دي. دوی د حکومت نه د برباد شوو دکانونو اوپه دې کښې د تباه شوو سامانونو د تاوان غوښتنه کوي.

تاجران وايي دوی د قبایلي سیمو د انتظام اړونده چارواکو سره د خپل تاوان په اړه خبرې کړې خو څه جواب ورته نه دی ورکړی شوی.

د شمالي وزیرستان د تاجرانو د احتجاج او خبرو ته پوځ هم په سمدستي ډول څه جواب نه دی ویلی.

پوځ په شمالي وزیرستان کې د کال ٢٠١۴ م د جون په میاشت کې د "ضرب عضب" په نوم د وسلوالو خلاف اپریشن پیل کړو. د اپریش له امله د لکونو په شمیره کې خلک په خپلو کورونو او کاروبارونو پرېښودو او د کډوالۍ په ژوند مجبور شو.

اوس پوځي مامورین وايي سیمه د وسلوالو څخه صفا کړی شوي ده او هلته ترقیاتي او د بیا روغنې هلې ځلې پېل کړی شوي دي.

خو د شمالي وزیرستان د تاجرانو مشر وايي په پوځي اپرېشن کښې دځپلو شوو ٢٠٠٠٠ دوکاندارانو کاروبارونه لا نه دي بحال کړی شوي.

د وي او اې ډیوه په لویه خېبر پښتونخوا پروگرام کښې ذهین الله چې د شمالي وزیرستان میرعلي اوسېدونکی دی او په بازار کښې یې کاروبار لرلو، د ضرب عضب پوځي عملیاتو نه د شوو تاوانونو خپله د درد ډکه کیسه وړکړه. هغه وویل د پوځي اپرېشن نه درې ورځې وړاندې ورته د کورونو د پرېږدو او ځانونه محفوظو ځایونو ته ته رسولو وینا وشوه.

هغه زیاته کړه "دا ډېر ظالمانه اعلان وو مونږه چغې اووهلې چې دا نیټه لنډه ده او اولس به اونه کړې شي چې سامانو او ځانون محفوظه ځایونو ته اورسوي." ذهین الله وویل هیڅ چا د دوی غږ نه اوریدو.

ذهین الله وايي چې د سیمې د پرېښودو د اعلان سره سم بس نر هغه ته وو چې ځان یې د کور د ښځواو بچو سرو محفوظه ځای ته انتقالول پېل کړل.

دې وايي کورونه او په بازار کښې د سوداگانو ډک دکانونه مو دالله په اسره پریښودل او وزیرستان سره نژدې د بنو په لوري روان شو. په لاره لاره د عجیبه عجیبه کیسو نه خبرېدو. دا چې خلکو په کورونو کښې هغه بیماران او بوډاگان هم پریښودل چې د بوتلو وس یې نه لرلو. وروسته دغه پریښخودل شوي خلک هم په کورونو کښې بې اسرې مړه شول.

ذهین الله وايي چې په لاره یې ولیدل چې ځینې خلکو ته بیماران مړه شول وارثانو یې مړي یا هلته پرېښودل او یا چې چا کښې څه لگ ډېرهمت و نومړي یې د ځان سره بنو ته یوړل او هم هلته یې ښخ کړل.

دغه دکاندار وايي کله چې ورته د پاکستان حکومت اعلان وکړو چې وزیرستان بېرته ازاد شو. نو په دې امېدونو واپس میرعلي ته ورغلل چې شوی نقصان به یې نصیب لیکل شوې و.

خو وايی هغه وخت یې حوصله ماته شوه او ډېر یې وژړل چې خپل بازار او دکان یې د مزکې سره هوار ولیدلو. هغه وویل دا اندازه ورته نه کیده چې دوکان یې کوم ځای و.

تاجر ذهین وايي چې خوا ته کلي ته ورغلو نو د کلي کور یې په مکمله توگه وران شوی و او بازار ته نزدې د بل کور دوه کمرې په بمبارۍ تباه شوې وې. دې زیاتوي په کور کښې یې هیڅ هم نه وو پاتې او داسې معلومیده چې گنې هرڅه غلو وړې دي.

یاده دې وي چې په دغه وخت شمالي وزیرستان د پوځ په ولکه کې و او مطبوعاتو ته به ویل کېدل چې د طالبانو سره جگړه روانه ده.

ذهین الله د ېوې پوښتنې په ځواب کښې وویل چې دوی پوځ ته خپل کورونه او بازارونه ډېر په اعتماد پرېښودلې وو. خو وايي دې خبره ډېر خفه کړی چې ولیدل چې کورونه او دکانونه یې وران او سامانونه ترې لوټ شوي وو.

ذهین الله وايي چې وروسته ورته مالومه شوه چې د میرعلي د دوکانونو او کورونو سامانونه خو د پنجاب یو کس ته په څلور اربه روپۍ ټهیکه ورکړې شوي وو.

ذهین وايی د دوی خلکو په خپلو سترگو په بنو کښې لیدلي چې د کورونو او دوکانونو سامانونه یې په ټرکونو کښې بل ځای ته انتقال کېدل.

دې وايی د میرعلی ځینو کسانو په بنو کښې یو ټرک ودرلې هم و او په ټرک کې خپل سامانونه ولیدل.

د میرعلي تاجر ذهین الله وايي ددې وروسته د سامانو وړلو ټرکونو لاره بدله کړله او بیا به یې د ټل هنگو دلارې دغه سامانو پنجاب او دملک نورو سیمو ته وړل.

زهین الله وايي چې د سیمې خلکو سره یې هغه تصویران هم شته چې د کورونو سامانون یې بیا په لاهور او اسلام اباد کښې په کباړ کښې خرڅېدل.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG