لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جرګې په شمالي وزیرستان کې د تشدد وروسته په ضرب عضب پوځي عملیاتو پوښتنې راپورته کړي


د یوت اف وزیرستان مشر وقار داوړ وویل د عملیاتو باوجود هم په سیمه کې د بې امنۍ پېښې کیږي، دوی یې په ضد احتجاجونه کوي خو بیا پولیس دوی نېسي او مقدمې پرې درج کوي
د یوت اف وزیرستان مشر وقار داوړ وویل د عملیاتو باوجود هم په سیمه کې د بې امنۍ پېښې کیږي، دوی یې په ضد احتجاجونه کوي خو بیا پولیس دوی نېسي او مقدمې پرې درج کوي

د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان ضلع کې د دریو کسانو د وژل کېدو وروسته، په یوه جرګه کې د وسله والو خلاف د پوځ "ضرب عضب" نومې عملیاتو په اړه پوښتنې راپورته شوي دي.

د شمالي وزیرستان میرعلي په عېسو خیلو کلي د اختر په ورځ د پاکستان هاوسنګ فاونډېشن اتارټي مشر زبېدالله داوړ او دوه نور کسان ووژل شو.

پولیس ویلي د پېښې مقدمه يې د بنو د ترهکرۍ ضد تاڼه کې د ترهګرۍ د قانوني مادو لاندې د نامعلومه کسانو خلاف درج کړې ده.

د عیسو خیلو قبېلې یو مشر او د عوامي نېشنل ګوند فعال نثار علي چې د شمالي وزیرستان په جرګه کې شامل و وویل زبیدالله د چا سره شخصي دښمني نه لرله، په پېښور کې یې ژوند کوولو او د تره زوي د مرګ فاتحې ته سیمې ته ورغلی و.

نثار علي وویل د تشویش خبره ده چې د ضرب عضب عملیاتو وروسته هم وسله وال په سیمه کې په خلاص مټ فعالیتونه ترسره کوي او بیا په تښتېدو کې کامیاب هم شي.

هغه وویل د عیسو خیلو دغه سیمه چرته چې دغه خونړۍ پېښه شوي د پوځي چاوڼۍ نه په یو کلومیټر پرته ده او وسله والو په رڼا ورځ حمله وکړه او بیا په تښتېدو کې هم کامیاب شول او درک یې نه معلومیږي.

د پاکستان پوځ په کال ۲۰۱۴ کې په شمالي وزیرستان او نورو سیمو کې د وسله والو خلاف د ضرب عضب نومې عملیات شروع کړل او بیا یې وویل چې سیمه د وسله والو نه خالي کړی شوي ده.

په شمالي وزیرستان کې د تشدد ورستۍ پېښه په داسې حال کې رامنځته شوي ده چې څو ورځې وړاندې د خېبرپښتونخوا د پولیس مشر نثاالله عباسي د پاکستان اېکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ته په یوه مرکه کې ویلي چې په صوبه کې بې امني بیا سېوا شوي ده. د پولیس مشر ویلي چې وسله وال په افغانستان کې روزل کیږي او بیا په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ فعالیتونه کوي.

خو نثار علي وايي د ضرب عضب عملیاتو پرته هم په شمالي وزیرستان کې د وسله والو جال موجود دی. "دا خلک مېژ (مونږ) ته د افغانستان نه، دې بل ځای نه، بل ځای نه، نه رادېرمې دغه په شمالي وزیرستان کښې پوتې (پاتې) کېږي او مژ (مونږ) ته یې بیا دا پته نه لګې چې حکومت په دې بیا ویلې سترګې پټې کړي دي."

هغه وویل د اینده اتوار، یکشنبې، په ورځ به لویه جرګه کوي او په دې لړ کې به د حکومت نه پوښتنه کوي.

د عېسو خیلو د پېښې نه پس په سیمه کې د صورتحال په اړه د جرګې انتظام "یوت اف وزیرستان" یا د وزیرستان ځوانانو نومې تنظیم کړی و چې پکې د ځايي قامي مشرانو تر‌ څنګ عالمانو، سیاستدانانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو شرکت کولو.

د یوت اف وزیرستان مشر وقار داوړ وویل د عملیاتو باوجود هم په سیمه کې د بې امنۍ پېښې کیږي، دوی یې په ضد احتجاجونه کوي خو بیا پولیس دوی نېسي او مقدمې پرې درج کوي.

وقار داوړ وویل په سیمه کې د امن او د عیسو خیلو په حمله کې ککړو کسانو د نیول کېدو غوښتنه کوي.

هغه وویل د دې نه وړاندې هم په سیمه کې هدفي وژنې شوي دي او دوی یې په ضد احتجاجي ناستې او مظاهرې کړي دي او بیا پوځ د دوی په ضد اقدامات کړي دي، دوی یې وهلي او زخمیان کړي دي. خو هغه زیاته کړه "درنې (ناستې) او احتجاجونه یې نه دی حل" او پکار ده چې سیمه کې د امن دپاره ګامونه واخیستل شي.

د دې میاشت په شروع کې د شمالي وزیرستان په عیدک کې د پوځ په چېک پوسټ د وسله والو په حمله کې دوه عسکر او درې ځايي تنان ووژل شوو. د پاکستاني طالبانو حزب الاحرار ډلې د برید مسولیت ومنلو.

د عېسو خیلو د پېښې ‌ذمه واري کومې ډلې تر اوسه نه ده منلې.

خبریال حامد میر د عیسو خیلو د پېښې په اړه په ټوېټر لیکلي په شمالي وزیرستان کې د اختر په ورځ هدفې وژنې د تشویش وړ خبره ده. هغه وویل پوښته دا پېدا کیږي چې دا ټارګټ کلرز له کوم ځای څخه راوځی او چرته غیب شي؟ او دې پوښتنې ته به ځواب څوک وايي؟

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG