لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اورکزو ايجنسي چاؤدنه کې ٥ کسان وژل شوي


دپاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې دشورو په ورځ شوې چاؤدنه کې لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
راپورونه وائي دغه چاؤدنه داورکزو ايجنسۍ په جندري نومې کلي کې ديو کوردننه شوې ده.
دسيمه ييزې پوليټيکل انتظاميې چارواکي گمان کوي چې دغه چادنه ديو کور دننه هاغه مهال ترسره شوه کله چې ددغه کور اوسيدونکو ديو بم جوړولو هڅه کوله.
ددغه پيښې په اړه تردې مهاله نور تفصيلات نۀ دي ترلاسه شوي.
بلخوا دخيبرپښتونخوا دسرښار پيښور سره نزدې سيمه بډه بيره کې نامعلومو وسله والو دطالبانو دمخالف لښکر څلور غړي وژلي دي.
يو لوړپوړي پوليس چارواکي جاويد خان يو بهرني خبري اژانس سره دخبرو په مهال وئيلي دي چې مونږ گمان کوؤ دغه کسان ځکه وژل شوي چې هغوي دطالبانو دمخالف لښکر غړي وؤ.
هغه وويل دغو قبائيلو دخيبرايجنسۍدباړې سيمې سره تعلق لرلو او په بډه بيره کې هاغه وخت په ډزو سره وژل شوي کله چې هغوي اودۀ وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG