لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن داوړ او علي وزير د پارلمان نه څه غوښتنې لري؟


د شمالي او جنوبي وزيرستان نه په ټولټاکنو کې بريالي شوؤ محسن داوړ او علي وزیر ۱۳ غټې غوښتنې وړاندې کړي چې په دغو شرطونو به په حکومت يا په حزب اختلاف کې شامليږي.

محسن داړو د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ حلقه اېن ای ۴۸ او علي وزير د جنوبي وزيرستان د حلقه اېن ای ۵۰ نه بريالي شوي دي.

دوی ويلي د پښتنو ټوله سيمه او په ځانګړي ډول شمالي او جنوبي وزيرستان د تېرو ۱۶ کالونو راهسې په روانو عملياتو، چاؤدنو او بمباريو کې ويجاړ شوي دي ځکه دوی به د هغه چا ملګري کيږي څوک چې د سيمې خلکو ته د امن، رغونې، د سيمې د ماشومانو د مستقبل د حفاظت او ويجاړې سيمې بيا رغونې دپاره د عملي ګامونو ضمانت ورکړي.

د دوی غوښتنې څه په دې ډول دي ـ

۱: په پښتنه سيمه د عام اولس د چقول شوؤ بنیادي ائيني حقونو پلټنې، په عملياتو کې د اړول شوي تاوان، پېښور کې د ارمي پبلک سکول نه راواخله تر د پښتونخوا د پوليسو پورې ترسره شوؤ زورونو کې د ککړو ادارو، افسرانو او تندروه ډلو غړي په ګوته کول او هغوی ته د تعزيزات پاکستان لاندې سزا ورکول، اغېزمنو کورنيو ته معاوضه ورکول، ماشومانو ته د تعليم دپاره نقدې وظيفې ورکول، او د دې پوره عمل په پاکې طريقې ترسره کېدو دپاره به د رښتياؤ او پخلاينې کمېشن جوړل وي.

۲: د سترې محکمې د مشر قاضي په مشرۍ د پارليماني غړو کمېشن جوړول، چې هغه د پوځي بندي مرکزونو دورې وکړي د بنديانو یعنې د ادارو د بند څخه بې درکه کسان د پاکستان د ائين لاندې عدالتونو ته وړاندې کړی شي.

۳: د ټولې قبايلي سيمې (پخوانۍ فاټا) کډوال اغېزمن خلک په ځانګړي ډول د بکاخېلو په کېمپ کې د شمالي وزيرستان کډوال خپلو علاقو ته ستنول او په جنوبي وزيرستان کې مائنونه پاکول.

۴: په شمالي وزيرستان کې د غلام خان او جنوبي وزيرستان کې د انګور اډې لارې چې پرانسته يې په کال ۲۰۱۴م کې شوې او د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ دپاره د افغانستان او منځني اسيايي هېوادونو د منډيانو دپاره نزدې لارې دي، نه يواځې دا دې پرانستی شي بلکې دغه سړک دې غټ کړی شي.

۵: په پخوانۍ فاټا کې سمه سرشمېرنه نه ده شوې، په ټوله سيمه او په ځانګړي ډول شمالي او جنوبي وزيرستان کې دې بيا کره سرشمېرنه وشي.

۶: په خېبرپښتونخوا کې د شاملېدو وروستو دې په قبايلي ضلعو کې ټولې نوکرۍ ځايي خلکو له په قابليت ورکړی شي، او په وزيرستان کې دې د هدفي وژنو د مخنيوي دپاره تاڼې او عدالتونه جوړ کړی شي او د ټولو انتظامي اسانتياؤ برابرولو دپاره دې پېسې ورکړی شي.

۷: په اوومه غوښتنه کې د پوځ په سیمه کې د موجودګۍ په اړوند تفصيل ليکل شوی دی، چې پوځ په پخوانۍ فاټا او پاټا کې ولې موجود دی؟

۸: په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د پوځي مرکز (GHQ)په طرز چيک پوستې جوړل او کېمرو لګولو سره اېف سي، ليويز او پوليس ته سپارل، په ځمکو جوړ سړکونه او چوکۍ ختمول يا يې په عوض کې خلکو ته معاوضه ورکول.

۹: په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د معدنياتو په اړوند ترسره شوؤ تړونونو کې د سرغړونو مخنيوی کول، او د ملکي قانون لاندې د سيمې د خلکو په خوښه بيا تړون کول او دې سره اړونده نورې خبرې شامل دي.

۱۰: د اپرېشن راه نجات او ضرب عضب نه اغېزمنې شوې او ويجاړې شوې ابادۍ دپاره د معاوضې په سمدستي توګه ورکول، او په سيمه کې د شهدا پېکج لاندې د ورکړی شوؤ پېسو پلټنې کول او په سيمه کې د عام وژل شوي تن دپاره د لاهور هومره امدادي پېسو ورکول، په سیمه کې د يتیمو شوؤ ماشومانو دپاره د ملک په اعلی تعليمي ادارو او د پوځ د انتظام لاندې چلېدونکو ادارو کې کوټه يا د هغې برابر فيسونو برابرتيا کول.

۱۱: په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د هسپتالونو، سکولونو او کالجونو نه د پوځ ويستل او تعليمې ادارې پرانستل.

۱۲: په حلقه اېن ای ۵۰ کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه په ليويز کې ګمارل، په ګول زام ډېم کې نوکرۍ او د بجلۍ رائلټي، نور پينځه ډېمونه جوړول، هلته په موجود کېډټ کالج کې ځايي خلکو ته نوکرۍ ورکول، اعظم ورسک ته د تحصيل درجه ورکول، د موبايل او انټرنېټ سروس سره د پي ټي سي اېل لائن برابرول، د ګومل پوهنتون کېمپس او زرعي ليبارټرۍ جوړولو ضمانت.

۱۳: په حلقه اېن ای ۴۸ کې د ادب د ودې او نړيوالو ژبو زده کولو دپاره د اسلام اباد د ژبو د زده کړو د پوهنتون کمېپس، د مېډېکل کالج او پوهنتون منظوري، د ګردو د مرکز جوړول، نوي تحصيلونه جوړول، د کرکيلي د ځمکو د ساتنې دپاره په دريايې ټوچي او دريايې کرم باندې بندونه تړل او په سیمه کې د موبايل او انټرنېټ سره د پي ټي سي اېل د لائن نظام په ځای کول.

دوی ويلي د يادو غوښتنو پوره کولو پرته د دوی سره د حکومت يا حزب اختلاف نه بله لاره نشته، په تېرو ۱۶ کلونو کې رياست او حکومتونو دا زمه وارۍ نه دي ترسره کړي او دا په ټولو قرض دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG