لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پارلماني مشرانو په ملي اسامبلۍ کې د پنجاب د څوکیو د شمېر کموالی غوښتی


د پاکستان پارلماني مشرانو د سې شنبې په ورځ وړاندیز کړی چې په ملي اسامبلۍ کې دې د پنجاب نهه څوکۍ (سیټونه) کم کړای شي.

پدې اړه د پارلماني مشرانو غونډه وروسته له هاغې وشوه کله چې د حکومت کابینې د اکټوبر په ۲۵ نېټه پارلمان ته د نوې حلقه بندۍ (د وګړو په تناسب پنجاب ته د زیاتو څوکیو ورکولو) یوه قانوني مسوده واستوله.

په کابینه کې د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په مشرۍ په پارلمان کې د وکیلانو د څوکیو په زیاتوالي باندې خبرې شوې وې.

دغه قانوني مسوده بیا پارلمان ته د بحث او خبرو اترو لپاره واستول شو.

د سې شنبې د ورځې په غونډه کې، چې د ملي اسامبلۍ د مشر ایاز صادق په مشرۍ جوړه شوې وه، پارلماني مشرانو په ایالتونو باندې د څوکیو د بیا وېشلو وړاندیز وکړ، بې له دې چې د اسمبلۍ د څوکیو په شمېر کې څه زیاتوالی یا کموالی راشي.

پدغو خبرو کې پارلماني مشرانو وغوښتل چې د پنجاب نهه څوکۍ دې کمې کړای شي او پر ځای دې د خیبر پښتونخوا پنځه او د بلوچستان درې څوکۍ زیاتې کړای شي.

په وړاندیزونو کې دا هم راغلي وه، چې د پلازمینې اسلام اباد دې هم یوه څوکۍ زیاته شي خو د سیند د صوبې څوکۍ به په خپل اوسني شمېر کې پاتې کېږي.

د سې شنبې د ورځې د پارلماني مشرانو په دغې غونډه کې په اسامبلۍ کې د مخالفینو مشر خورشید شاه، په ملي اسامبلۍ کې د جمعیت اسلامي مشر صاحب زاده طارق الله او د عوامي نشنل پارټۍ مشر حاجي غلام بیلور د نورو ډلو له مشرانو سره موجود وو.

په غونډه کې د پاکستان پیپلز ګوند او د متحده قومي پي تحریک غړو وویل که د دوي اندېښنو ته ځواب وه نه ویل شي نو دوی به دا مسله په محکمه کې په حقوقي توګه تعقیب کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG