لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سنیټ انتخابات، خیبر پښتونخوا کې پې ټي ايي، مجموعي اکثریت د مسلم لیگ


په عین حال کې د قبائیلي سیمو ته د قامي اسمبلۍ غړو فاټا د سنیټ د ووټونو ځنډولو صدارتي حکمنامه عدالت ته د منسوخیدو دپاره وړې ده. د انتخاباتو یو پخوانی چارواکی وايي صدارتي امر د حکومت بدنیتي څرگنده وه
په عین حال کې د قبائیلي سیمو ته د قامي اسمبلۍ غړو فاټا د سنیټ د ووټونو ځنډولو صدارتي حکمنامه عدالت ته د منسوخیدو دپاره وړې ده. د انتخاباتو یو پخوانی چارواکی وايي صدارتي امر د حکومت بدنیتي څرگنده وه

د پارلیمنټ ایوان بالا یا د سنیټ رکنیت دپاره د شوو انتخاباتو غیر سرکاري نتائج ښائي خیبر پښتونخوا کې واکمن پاکستان تحریک انصاف شپږ، پاکستان مسلم لیگ (ن) دوه، جماعت اسلامي او عوامي نشنل پارټۍ یوه یوه چوکۍ ترلاسه کړې ده.

د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه، د خیبر پښتونخوا د سنیټ په ١٢ چوکو چې کوم امیدواران منتخت شوي په هغو کې د پاکستان تحریک انصاف جان کینت ویلئیم، ثمینه عابد، محسن عزیز، نعمان وزیر، شبلي فراز او لیاقت ترکۍ شامل دي. د پاکستان مسلم لیگ نون دوه چوکۍ جاوید عباسي او صلاح الدین ترمزي گټلې. د جماعت اسلامي یوه چوکۍ د گوند مشر سراج الحق، د جمعیت علمااسلام (ف) یوه چوکۍ د پارټۍ مولانا عطاالرحمان او د پاکستان پیپلز پارټۍ خانزاده خان یوه چوکۍ گټلې ده. د عوامي نیشنل پارټۍ نه یوه چوکۍ ستاره عزیز ترلاسه کړې ده.

د بلوچستان د سنیټ په ١٢ چوکو کې د پاکستان مسلم لیگ نون درې امیدواران د غیر سرکاري نتیجو ترمخه کامیاب شوي چې پکې میر نعمت الله زهري، شهباز دراني او کلثوم پروین شامل دي. نیشنل پارټۍ درې چوکۍ ترلاسه کړي، د کامیابو امیدوارانو نومونه يي حاصل بزنجو، ډاکټر شوک کمار او میر کبیر دي. محمد یوسف بادیني په ازاده توگه کامیاب شوی، جهازیب جمالي دیني د بي این پي (ایم)، محمد عثمان، سردار اعظم خان او گل بشره د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او مولانا عبداالغفور حیدري د جمیعت العما اسلام (ف) لخوا د غیر سرکاري نتائجو ترمخه کامیاب شوي دي.

د انتخاباتو حتمي نتیجې په حکومت اعلانوي.

په عین حال کې د قبائیلي سیمو ته د قامي اسمبلۍ غړو فاټا د سنیټ د ووټونو ځنډولو صدارتي حکمنامه عدالت ته د منسوخیدو دپاره وړې ده. د انتخاباتو یو پخوانی چارواکی وايي صدارتي امر د حکومت بدنیتي څرگنده وه.

د سنیټ د انتخاباتو د ابتدائي او غیر سرکاري نتائجو په هکله نور تفصیل د اسلام اباد نه د وائس او امریکا ډیوه خبریال الیاس خان رپورټ کې دلته اوریدی شۍ

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:22 0:00

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG