لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتانه مسافر: خوار دلې خوار په هندوستان


په بهرني هېوادونو کې مېشت پښتانه مسافر وايي په زرګونو بې روزګاره شوي خلک پاکستان ته تلل غواړي خو د عمران خان د حکومت لخوا ورته کوم کوټلی پلان نه دی اعلان شوی.

د سعودي عرب دمام ښار ته د روزګار د پاره تلی ملک سيد زمان ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه ته وويل په خپل نزدې دېرش کاله مسافرۍ کې يې چرې پښتانه په دومره بد حال کې نه وو ليدلي لکه چې د کرونا وايرس په لاک ‌‌‌‌‌‌ډاون او ناروغتيا کې يې وليدل.

ښاغلي زمان د پاکستان د حکومت نه غوښتنه وکړه چې ملک ته د ستنېدونکو پاکستانيانو د پاره دې پروازونه سېوا کړي.

ملک سيد زمان چې په دمام کې د عوامي نيشنل پارټۍ مشر دی وايي پښتانه د پاکستان نورو ښارونو ته د وړلو په ځای دې باچا خان انټرنيشنل هوايي ا‌‌‌‌‌‌ډې پېښور ته يوړل شي.

د خيبر پښتونخوا وزير اعلی محمود خان ژمنه کړې چې ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به باچا خان هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګر پرانستلی شي او بل خوا د وزير اعظم عمران خان د مسافرو پاکستانيانو د پاره مشير زلفي بخاري مي‌‌‌‌‌‌ډيا ته وييلي حکومت يې د جهازونو د پروازونو زياتولو فيصله کړې ده.

ملک سيد زمان وايي هم د پښتنو ژوند داسې بې څوکه دی او هم د هغوی مرګ ځکه چې د هغه په وينا ګڼ شمېر مړي په مرده خانو کې پراته دي او د پروازونو د نيشتوالي د کبله لا خپلو سيمو ته د ښخولو د پاره نه دي وړل شوي.

ښاغلي زمان وويل د پاکستان د سفارت د کارکردګۍ نه مطمين نه دی او د ده په وينا سفارت د پښتنو ستونزو ته توجه نه کوي. ‌‌‌‌‌‌د وي او ای ډيوه په دې اړه د پاکستاني چارواکو يا د سفارت دعملې سره رابطه نه ده شوې.

ملک سيد زمان وايي کوم پروازونه چې پاکستان ته ځي د سفر ټکټونه يې په غلا خرڅيږي او 1861 ريال ټکټ قيمت تر 3500 ريالو پورې ختلی. په دې اړه د پاکستان سفارت او پي اي ای چارکو سره رابطه نه ده شوې.

د سعودي عرب په سرښار رياض کې مېشت يو ځاي خبريال او کاروباري محمد زرين مجبور ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل په رياض ښار کې مرده خانې د مړو ‌‌‌‌‌‌‌ډکې شوي او تازه مړي اوس د سعودي عرب حکومت نورو ښارونو ته منتقل کوي.

ښاغلی مجبور وايي ده په خپله وليدل چې مرده خانې دومره ‌‌‌‌‌‌ډکې وې چې ‌‌‌‌‌‌ډېر مړي هغلته په مزکه پراته وو او د سمبالولو بندوبست يې نه و.

محمد زرين مجبور هم د دې تايد وکړو چې د سعودي عرب نه هند او بنګله ديش ته د تلونکو پروازونو د ټکټونو بيه نه ده ختلې خو د پي اي ای د ټکټونو بيې ‌‌‌‌‌‌ډېرې لوړې شوي دي.

کله چې ‌‌‌‌‌‌ډيوه د مليشيا په سرښار کواللمپور کې د يو مېشت پښتون جهانزيب خان نه په ياد هېواد کې د کرونا وايرس د لاسه ګېر شوو او اغېزمن شوو پښتنو په اړه وپوښتل نو هغه وويل د خلکو وضع ‌‌‌‌‌‌ډېره بده ده ځکه چې نزدې درې مياشتې وشوې په کور ناست دي.

ښاغلي خان وويل مزدورکاره خلک او واړه کاروباريان زيات اغېزمن شوي ځکه يو خوا يې کاروبارونه بند دي او بل خوا د پروازونو د نيشتوالي د لاسه خپلو کورونو ته هم نه شي تللی.

د جهانزيب خان په وينا د پي اي ای ټکټونه دغلته هم په بليک خرڅيږي او د 800 رينګېټ ټکټ تر دريو زرو رينګټو رسېدلی او وايي يواځې دا نه چې بې روزګاره شوي پښتانه بيرته پاکستان ته تلل غواړي بلکې هغه زرګونه پښتانه چې د لاک ‌‌‌‌‌‌ډاون نه وړاندې پاکستان ته تلي وو هغوی هم اوس هغلته اينښتي دي او وېزې يې وسوزېدې.

جهانزيب خان وايي ژر تر ژره دې د پېښور باچا خان اير پورټ ته پروازونه پيل شي او د عمران خان د حکومت نه يې غوښتنه وکړه چې د ملک د سفارت د لارې دې هغه پاکستان دمليشيا د جېلونو نه وباسي او ملک ته دې يې انتقال کړي چا چې خپلې سزاګانې پوره کړي خو د بې غورۍ د لاسه اوس هم بنديوان دي.

‌‌‌‌‌‌ډيوه چې کله په متحده عرب امارات کې د پښتون دانشور او صحافت د شعبې سره تړلي زرين زاده يوسفزي نه د هغه ځای د پښتنو حال وپوښتلو نو هغه وويل چې مزدورکاره خلک او د ټرانسپورټ سره تړلي پښتانه ‌‌‌‌‌‌ډېر اغېزمن شوي.

ښاغلی يوسفزی وايي غټه مسله د خلکو د خوراک نه بلکې د هغه بېروزګاره شوو پښتنو ده چې روزګارونه يې بايللي او اوس يې دغلته ځکه نورې خرڅې روانې دي چې ملک ته د تللو د پاره پروازونه نشته.

زرين زاده يوسفزي د پښتنې ټولنې ستاينه وکړه او وايي پښتنو د يو بل سره په دې ګران وخت کې ‌‌‌‌‌‌ډېر لاس اخلاص وکړو او د حاجتمندو سره يې ‌‌‌‌‌‌ډېرې مرستې وکړې.

ښاغلی يوسفری د پاکستان په حکومت نيوکې کوي او وايي په خليج ملکونو کې پښتانه د نورو پاکستانيانو 60% دي خو د دوی د پاره پېښور ته پروازونه نشته.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG