لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ‌‌‌‌‌‌ډي اېم به د عمران خان خلاف ولسي حمايت ترلاسه کړي؟


په پاکستان کې څېړونکي وايي ورځ تر بله زياتېدونکې ګراني او د ملکي اقتصاد په ښکته تلل به اپوزيشن ګوندونو ته د عمران خان د حکومت خلاف په ‌‌‌‌‌‌ولسي پاڅون کې مرسته وکړي.

د پاکستان د داخله چارو پخواني وزير رحمان ملک يو شخصي ټيلي ويژن ته ويلي که چرې ګراني کمه نه شي او حالات قابو نه کړی شول، وېره لري چې خلک به سړکونو ته راوځي او په ملک کې به لوی اړی ګړی جوړ شي.

د عمران حکومت د ګرانۍ او اقتصادي خرابۍ ذمه واري په تېرو حکومتونو اچوي او وايي دا د تېرو حکومتونو د مالي کرپشن نتيجه ده خو سياسي مخالفين يې وايي د عمران خان حکومت په دوه کاله کې هيڅ کوم اقتصادي پلان نه لري او نه د غربت د ختمولو په چل پوهيږي.

د نورو محاذونو سره سره اپوزيشن ګوندونه په عوامي جلسو کې د خوراکي توکو، د امروزه استعمال د څيزونو په بيو کې بې کچه زياتوالي او د اقتصاد د خرابۍ سبب د تحريک انصاف حکومت بولي.

ځينې څېړونکي د عمران خان په حکومت کې د بې کچه ګرانۍ او د حکومت خلاف تحريک د فيل‌‌‌‌‌‌ډ مارشل ايوب خان د حکومت سره په تله کوي او په دې نظر دي چې د ضرورت د څيزونو د بيو سېوا کېدل به د حکومت د ختمېدو سبب جوړ شي.

د ايوب خان په حکومت کې د چيني د بيې په سېوا کېدلو عوامي پاڅون شوی و چې صدر ايوب يې په استعفا ورکولو مجبور کړی و او د عمران خان حکومت هم په دې تورن شوی چې د چينۍ د ذخيره کولو او د دې په بيه زياتولو کې يې د خپل ګوند ککړو ملګرو ته څه نه دي ويلي.

په تېرو څو مياشتو کې په پاکستان کې د تېلو، ګېس، بجلۍ او دوايانو په قيمتونو کې زياتوالی راغلی او د 100 قسمه دوايانو چې پکې د ژوند بچ کونکې دوايانې هم دي په بيو کې نزدې 262% في صده زياتوالی شوی.

ماهرين وايي د ترهګرۍ په لانجمن جنګ کې بوخت پاکستان د وړاندې نه د بې روزګارۍ سره مخ و خو د کرونا وايرس او لاک ‌‌‌‌‌‌ډاون د بې روزګارۍ کچه نوره هم لوړه کړې او د اندازو تر مخه نزدې 10 ميلن خلک بې روزګاره شوي.

د ملکي اقتصاد د حالت په اړه د پاکستان د خزانې پخوانی وزير ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حفيظ پاشا وايي روان کال به د اقتصاد شرح د 0.5% برابر وي خو نړيوالې مالي ادارې ورل‌‌‌‌‌‌ډ بنک او اي ايم ايف د پيداوار کچه منفي ښايي.

د حکومتي او ازادو ادارو د تحقيق د مخه دا وخت په څلورو پاکستانيانو کې يو تن داسې شته چې د ژوند د بنيادي ضرورتونو د پوره کولو مالي توان نه لري او ماهرين وايي دا شمېر د 50 نه 60 ميلن خلکو ته رسېدلی شي۔

پاکستانۍ روپۍ د ‌‌‌‌‌‌ډالر په مقابله کې ‌‌‌‌‌‌ډېره ټيټه شوې ده او د کال 2015م چې د يو ‌‌‌‌‌‌ډالر بيه نزدې 102 روپئ وه په کال 2020م کې يې اېکسچينج ريټ نزدې 162 روپۍ دی.

په پاکستان کې د تېلو قيمتونه په بره تلي سره د دې چې په عالمي من‌‌‌‌‌‌ډۍ کې د کال 2015م د يو بيرل تېلو بيه د 51.6 ‌‌‌‌‌‌ډالر نه د اوپيک د نرخنامې مطابق 39.7 ‌‌‌‌‌‌ډالر ته راکوزه شوې.

پاکستان د نړيوالو مالي ادارو او هېوادونو د دروند قرض لاندې دی او د ملکي بجټ د شمارو تر مخه د امدن غټه برخه د قرضو په ورکولو کې لاړه شي او دويمه غټه برخه د ملک دفاع ته ځي چې د ترقياتي کارونو د پاره ‌‌‌‌‌‌ډېره لږه برخه پاتې کيږي.

د سرکاري شمېرو مطابق پاکستان په کال 2015م کې د بهرنۍ مالي ادارو نزدې 67 بيلن ‌‌‌‌‌‌ډالره قرضدارے و چې په کال 2020م کې نزدې 114 بيلن ‌‌‌‌‌‌ډالر ته رسېدلې.

عمران خان د حکومت جوړولو وړاندې ويلي وو چې بهرنۍ قرضې به نه اخلي او دا شته به ختموي خو د څېړونکو په وينا د ملک په تاريخ کې په دوه کاله کې يو حکومت هم دومره قرض نه دی اخستلی څومره پور چې د تحريک انصاف حکومت په خپل دوه کاله اقتدار کې کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG