لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور په مدرسه کې بم چاودنې اته کسان وژلي، ۱۳۰ کسان زخمیان دي


د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په کوهاټ روډ دپاسه په دير کالونۍ کې يوه دينې مدرسه کې چاؤدنه شوې چې پکې اته تنه وژل شوي او د ۱۳۰ نه زيات ژوبل شوي دي.

د پېښور د لېډي ريډنګ روغتون وياند عاصم وي او ای ډیوه سره په خبرو کې تاييد کړه چې روغتون ته اووه مړي او د 70 نه زیات ژوبل کسان راوړل شوي دي.

هغه وويل په مړه شوؤ کې څلور د مدرسې زده کوونکي او درې کسان داسې دي چې عمرونه يې د 20 نه تر 30 کلونو پورې دي.

د خېبرپښتونخوا د حکومت وياند کامران بنګش ځايي ميډيا سره په خبرو کې وويل د چاؤدنې غندنه کوي او اړونده ادارو د پېښې پلټنې پېل کړي دي، د نوموړي په وېنا نور جزیات به وروسته شريک کړي.

د پېښور پولیس چارواکو ويلي په ابتدايي توګه مالومه شوې چې چاؤدنه په بارودي موادو شوې او بارودي چاؤدېدونکي مواد په يو بېګ کې اېښودل شوي وو.

د پوليسو په وېنا د چاؤدنې په وخت په مدرسه کې د 100 پورې زده کوونکي او نور کسان هم موجود وو.

په چاؤدنه کې ژوبل کسان د پېښور لېډي رېډنګ روغتون ته منتقل کړی شوي او د روغتون د چارواکو په وېنا په ژوبلو کې د ځينو روغتيايي حالت خطرناک دی.

د کامران بنګش په وېنا په لېډي روغتون کې بېړني حالت په ځای کړی شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG