لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پلاسټکي کڅوړو د بندیز وروسته حکومت په پېښور کې د گوتیو ځینې کارخانې تړلي


زينت الله زياته کړه چې دوي سره د لکونو روپو سټاک پروت دې او دا چې خرڅ نشي نو دوي د پاره لويي توان دی او خو د دوی سره پرتې کڅوړې حکومت واخلي او یا کارخانه دار
زينت الله زياته کړه چې دوي سره د لکونو روپو سټاک پروت دې او دا چې خرڅ نشي نو دوي د پاره لويي توان دی او خو د دوی سره پرتې کڅوړې حکومت واخلي او یا کارخانه دار

د خېبر پښتونخوا حکومت د چاپیریال د صفا ساتلو په عرض د پلاسټک په کڅوړو (ګوتیو) د بنديز وروسته د پېښور ضلعي انتظاميي د ښار په بېله بېلو برخو کې د پلاسټک ګوتیو جوړولو پينځه کارخاني تړلې دي او د دوکانونو نه يي په لوې مقدار کې کڅوړې په ولکه کې اخیستي دي.

د ماحولياتو ماهرين وايي پلاسټکي کڅوړې د انساني او سمندري ځانورو ژوند د پاره نقصاني دي او پکار ده چې بائيو ډيګرېډيبل يا داسې د پلاسټک ګوتۍ دې استعمال کړی شي چې څه موده پس خپله ختمې یا خاوره شي.

د پلاسټک ګوتۍ ختمولو په لړ کې د خېبر پښتونخوا وزيراعلا محمودخان په هداياتو اړونده ادارو د صوبې په بېلا بېلو ښارونو کې د پلاسټګ کڅوړې جوړونکو کارخانو او خرڅونکو په ضد عملیات پېل کړې دي.

د حکومتي چارواکو ترمخه حکومت کارخانه دارو ته دي نه وړاندې د بائيو ډيګريډيبل پلاسټک گوتیو د جوړولو امر کړی و خو چارواکي وايي په دغه امر صحیح عمل نه کېدو.

د پېښور پوهنتون د ماحولياتو د څانګې پخواني مشر پروفيسر ډاکټر شفيق الرحمان وي او ای ډیوه ته وويل بائيو ډيګريډيبل پلاسټکي بيګونه په ډير کم وخت کې ختم شې خو د پلاسټک کومې ګوتې چې په موجوده وخت کې کاروال کېږي چاپېریال، انساني ژوند او هم سمندري ځانورو ته د زيان سبب جوړيږي.

شفیق الرحمان وویل د پلاسټک گوتۍ د اوبو لښتي بندوي او چې سمندر ته ورسي نو سمندري ځناور یې وخوري، په خېټه کې یې ونخښلي او لامله یې مړه شي.

نوموړي زياته کړه عام اولس د خپلي ناپوهۍ لامله د پلاسټک د ګوتیو ډير استعمال کوي خو د دې زيات استعمال په وجه انساني وجود کې قسم قسم بيمارې پېدا کېږي. هغه زیاته کړه د پلاسټک زرې چې په نظر نه راځي د څښلو په اوبه او خوراک کې هم شاملېږی او د انسان په جسم کې ناروغۍ پېدا کوي.

د پلاسټک ګوتیو د سودا ګرانو په وېنا دا واخت پېښور ښار کي د ٢٠٠نه زيات لوې تاجران د مختلف قسم پلاسټګي ګوتیو کاروبار کوي.

یو دوکاندار زينت الله ډيوه ته وويل چې کارخانه دار بايئو ډيګريډيبل پلاسټک ګوتې يعنې هغه ګوټي چې په خاوره کېږی نه جوړوی نو ځکه دوکاندار عامې کڅوړې په خرڅولو مجبور دي.

زينت الله زياته کړه چې دوي سره د لکونو روپو سټاک پروت دې او دا چې خرڅ نشي نو دوي د پاره لويي توان دی او خو د دوی سره پرتې کڅوړې حکومت واخلي او یا کارخانه دار.

پېښور کې د پلاسټک ګوتیو د کارخانې مالک عبدالحفيظ ډيوه ته وويل چې صوبايي حکومت د بائيوډيګريډيبل پلاسټک ګوتو جوړولو د پاره مناسب انتظام نه دی کړی او په مارکېټ کې د دغه کيميکل صرف يوه کارخانه ده چې په مارکېټ اجاره داري لري. هغه وویل حکومت باید نورو کمپنو ته هم د دغه کېمیل اجازت ورکړي چې په مارکېټ د یوې کمپنۍ اجاره داري نه وي.

په پېښور کې میشته خبریال رفعت الله د پلاسټک کڅوړو خلاف د صوبايي حکومت د اقدام ستاینه کوي خو وايي پلاسټک گوتۍ ترهغه وخت پورې نشي ختمیدی تور عام ولس یې د نقصان په اړه پوهه وه نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG