لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افناز بي بي او ماشومان يي مخکې، بمونه او زخمونه ورپسې دي


میرمن آفناز وايي په یاد سکول د وسله وال برید ترسره کېدو په وخت سکول کې د دويي دوه ماشومان شازیب او حسیب موجود وو خو دواړه د مړینې له نقصان څخه بچ پاتې شوي او مشر زوئي شازیب چي د وانا پیښه کې په یوه سترگه ړوند شوی ؤ ، یو وارې بیا د برید کوؤنکو په برید کې ټپي شوی خو دا ځل يي د ژوبلېدو نوعیت معمولي دي .
میرمن آفناز وايي په یاد سکول د وسله وال برید ترسره کېدو په وخت سکول کې د دويي دوه ماشومان شازیب او حسیب موجود وو خو دواړه د مړینې له نقصان څخه بچ پاتې شوي او مشر زوئي شازیب چي د وانا پیښه کې په یوه سترگه ړوند شوی ؤ ، یو وارې بیا د برید کوؤنکو په برید کې ټپي شوی خو دا ځل يي د ژوبلېدو نوعیت معمولي دي .

د پاکستان صوبه خېبرپښتونخوا مرکز پیښور په ورسک سړک پوځي سیمه کې او کورکمانډر مرکز ته نزدې په یو میل آرمی پبلک سکول کې په زده کوؤنکو ترسره شوي برید یو شمېر دردؤنکي داستانونه پریښي دي .

په دې داستانونو کې یوه قیصه د خیبرپښتونخوا سويلي غربي سیمې هنگو پاس کلي اوسیدونکي د ملیشې پخوانی افسر حوالد اصغر غلام کورنۍ هم ده.

حوالدار اصغر غلام د سويلي وزیرستان مرکز وانا کې په ملېشه کې حوالدار ؤ . او خپله کورنۍ يې په وانا سکاؤټ قلعه کې اوسه وله .

په ۲۲م مارچ کال ۲۰۱۲ م په ریډیو سیټ کې ښخ کړی شوي بم چاؤدنه کې سره د دويم زويې غیور وژل شوی او په دغه چاؤدنه کې د هغه مشر زوئ شازیب په یوه سترګه او څلور کلن کچنی زويې معظم په دواړو سترگو ړانده شوي وو .

نوموړي يه ورستیو کې پينځه ماشومان چې پکې هغه د دوؤ ړاندو زامنو پشمول څلور نارینه ، یوه ماشومه او کنډه آفناز بي بي پريښي دي .

د آفناز بي بي په خبره ، چاؤدنه هغه وخت وشوه کله چې د ماسخوتن پر مهال په خپله کوټه کې لګیدلې بخارئ خوا ته یې له مارکیټ سخه راوړول شوي نوي ريډيو یو سیټ کې د سيلونو اچولو وروستو هغه راډیو سيټ واچؤدو .

هغه وائي د پیښې په وخت هغه کوټه کې يه بستره د مليریا په ناروغۍ پرته وه .

د دې پیښې پخلی دولتي چارواکو کړی ؤ او وئيلي يي وو چې په ریډیو سیټ کې بارودی توکي ځائې په ځائې کړی شوي وو .

په قبائیلي سیمو کې د معلوماتو تر لاسه کولو لپاره ريډيو یواځينۍ سر چینه شمارلی کیږی .

د میرمنې په خبره د دې پیښې ورسته پوځي چارواکو دويې د پیښور پوځي سرتیرو په کالونۍ کې په یو کور کې په ځائې کړه او لوي ماشومان يې ورله په آرمی ببلک سکول کې زده کړو لپاره داخل کړل .

میرمن آفناز وايي په یاد سکول وسله وال برید ترسره کېدو په وخت سکول کې د دويې دوه ماشومان شازیب او حسیب هم موجود وو ، خو دواړه د مړینې له نقصان سخه پاتې شوي او مشر زوی شازیب چي د وانا په پیښه کې په یو سترگه ړوند شوی ؤ یو وارې بیا د برید کوؤنکو په برید کې ټپي شوی خو دا ځل يي د ژوبلېدو نوعیت معمولي دی .

ډیوه ريډيو ته یي ووئيل چې د حملې پرمهال ډیره بې صبره وم خو د آلله هیله يي وه بل څه اسرا يي نه وه .

هغې ووئيل چې شازیب ویرېدلی دی خبرې نشي کولی او دغه پیښه يې له ذهن څخه ایستلو او خپل تکلیف او غمونو ټیټولو لپاره سره د شازېب ، حسیب او نورو ماشومانو پلارنۍ سیمې هنګو ته ستانه شوي دي .

د شازیب کچنی ورور زوهېب وايي ټول کور يې ډېر بې قراره ؤ او مور او نیا مو خپله بې وسي ژړله او بس یو ماتم ؤ خبرې چا هم نه کولې .

کله چې د سکول انتظاميې ټیلیفون وکړو چې خپل ماشومانو ته راشئ نو هنگو نه ئې ماما را اوغوښتو خو د سړکونو او لارو د بندېز له امله تر کوهاټ مخکې نه راؤرسیدو .

او چه کله ماښام دواړه کور ته راغلل نو بیا په کور کې تشه ژړا وه ، وايي په هغه ورځو کې چا هم ډوډۍ وه نه خوړه .

زوهېب وايي ، شازیب راته ووئيل چې برید کونکي وړومبی د دويې کلاس ته راغلل او په ماشومانو يي ډزې شروع کړې خو هغه په ناتاره ډزو کې په کړکۍ اوتو او په پېښه کې معمولی ټپي شو .

وايي حسیب راته ووئیل چې دويې په جونیئر سیکشن کې ؤ او کلاس ټیچر راپسې د کلاس دروازه بنده کړه او وې وئیل چې کلمې او توبې اوباسو ، طالبانو ستاسو په سکول حمله کړې ده تاسو وژني بیا پوځیان راغلل مونږ يي را وویستلو .

په آرمی پبلک سکول يه ۱۶م دسمبر برید شوی ؤ ، چې پکې ۱۲۳ د سکول ماشومانو په شمول ۱۴۹کسان وژل شوي وو ، او پاکستاني طالبانو يي زمه واری په سر اخيستې وه .

يه وژل شوؤ کسانو کې د خېبر پښتونخوا د نورو سیمو يه پرتل سویلي سیمو کرک ۲ زنانه استاذانې او پينځه زدکوؤنکي ، لکي مروت درې زده کوؤنکي او قبايئلي سیمې سویلي وزیرستان سراروغې علاقې یو زده کوؤنکی شیر نواز وژلي شوي دي .

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:31 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG