لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا ټول گوندیز کانفرنس نه دغه تمه کیدله؟


په ټوله خیبر پښتونخوا کښې د طالبانو او ځېنې ځایونو کښې د هغوي ملگرو پرضد نعرې هم ویلې شوي او اکثر پښتانه وايي د پاکستان ریاست هغوي د طالبانو جولۍ ته غورځول
په ټوله خیبر پښتونخوا کښې د طالبانو او ځېنې ځایونو کښې د هغوي ملگرو پرضد نعرې هم ویلې شوي او اکثر پښتانه وايي د پاکستان ریاست هغوي د طالبانو جولۍ ته غورځول

په ټول گوندیز کانفرنس کښې درې خبرې شوي: لومړی ښه او بد طالب کې به توپیر نه وي؟ دویم د داخله چارو وزیر چودهري نثار تر مشرۍ لاندې به د ټولو گوندونو په غړیتوب سره کمیټي جوړیږي او دریم دا چې په اوو ورځو کښې به عملي تگلاره ورکوي.

د ټولو گوندونو د غونډې سم لاسي ورسته اولسي غبرگون د قاره ډک دی.

لومړۍ پوښتنه دا کیږي چې ایا د پاکستان طاقتور پوځ او حکومتي مشران هغه وخت ټول گوندیز کانفرنس کوي لکه چې د بلوڅ ملت پالو پرضد پوځي ایریشن کوي؟ دویم دا چې آیا پوځ په شمالي وزیرستان او خیبر کښې اوسني اپریشن لپاره ټول گوندیز کانفرنس کړی وو؟ او دریم دا که ټول گوندیز کانفرنس کښې د عمران خان، تحریک انصاف، جمعیت العلما اسلام او یا د جماعت اسلامي غږ ته هم اهمیت ورکول کیږ؟ نو د پوځي او حکومتي مشرانو په خوله د "پاکستان دښمنانو" ته په بیا څنگه ماتی ورکول کیږی. دغه درې واړه گوندونو باندې د طالبانو سره د خواخوږۍ او د هغوي لپاره په سیاسي میدان کښې د رول پیدا کولو تورونه دي. عمران خان او د ترهگرۍ ځپلې خیبر پښتونخوا وزیراعلا پرویز خټک څو میاشتې وړاندې په پیښور کښې د طالبانو پاره د دفتر پرانستلو وړاندیز هم ورکړی وو. جماعت اسلامي تر اوسه د طالبانو د مفکورې ملگرتیا کوي او جمیعت علمااسلام د مسلې حل طالبانو سره خبرې او سوله گڼي. دې درې واړو گوندونو د پیښور د بوږنونکې پیښې غندنه کړې خو په پاکستان کې په طالب پلوۍ ککړ دي.

د ترهگرۍ حملې اکثر پښتانه وژني او هم دغه وجه ده چې د پښتنو په مشرانو په سیاسي رول هم سختې نیوکې کیږي. د پیښور حملې دغه نیوکې نورې هم تیره کړې دي. تراوسه پورې د پښتنو مشرانو او یا پوځي مشرتابه هغه هومره فشار اچولی نه دی کوم چې پکار وو. په ټوله خیبر پښتونخوا کښې د طالبانو او ځېنو ځایونو کښې د هغوي ملگرو پرضد نعرې هم ویلې شوي او اکثر پښتانه وايي د پاکستان ریاست هغوي د طالبانو جولۍ ته غورځولې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG