لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسحاق ډار: د پټرولو ستونزه به څو ورځو کې حل شي


 خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار هغه رپورټونه رد کړي ، چې د پټرولو د ستونزې رامنځته کېدو زمه وار د خزانې وزارت دی .
خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار هغه رپورټونه رد کړي ، چې د پټرولو د ستونزې رامنځته کېدو زمه وار د خزانې وزارت دی .

د پاکستان په پنجاب او خېبرپښتونخوا صوبه کې د پټرولو د کمي د ستونزې رامنځته کېدو په اړه وزيراعظم نوازشريف په پلازمينه اسلام اباد کې نن د گل په ورځ يوه غونډه رابللې ، او د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار وايي په څو ورځو کې به دغه ستونزه هواره کړی شي .

د سرکاري ميډيا ترمخه وزيراعظم نوازشريف وئيلي ، د پټرولو د ستونزې رامنځته کېدو که هر څوک زمه وار وگرځېدو په ضد به يي کاروايي کولی شي . او د دغې ستونزې د هوارولو دپاره به هر ممکن گام پورته کولی شي .

اسلام اباد کې رابلل شوې غونډې ته به د قدرتي وسائيلو او پټرولو مرکزي شاهد خاقان عباسي د پټرولو د بحران يا نشتوالي په اړه تفصيل وړاندې کوي .

پنجاب صوبه کې اوومه ورځ ده چې خلکو ته پټرول نه مېلاويږي ، او د خېبرپښتونخوا صوبې د پټرول پمپونو د مالکانو په وينا ، که د پټرولو د کمي پوره کولو په کار زر پېل ونه شو ، نو د صوبې په پټرول پمپونو کې به نن پټرول ختم شي .

بل لورته د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار هغه رپورټونه رد کړي ، چې د پټرولو د ستونزې رامنځته کېدو زمه وار د خزانې وزارت دی .

اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې اسحاق ډار ووئيل ، د تېلو د سرکاري کپمنۍ پاکستان سټېټ ائل (پي اېس او) سره د تېلو نورې شخصي کمپنۍ د پټرولو د کمي زمه وارې دي ، او د دغو کمپنو غفلت دی .

نوموړي وئيلي د خزانې وزارت پټرول نه اخلي ، دا کار د پي اېس او دی خو که پي اېس او د خزانې د وزارت نه مرسته وغواړي نو مونږ وزارت يي مرستې ته تيار دی .

اسحاق ډار وئيلي ، د پټرولو کمې رامنځته کېدل د حکومت په ضد سازش دی ، د تحقيقاتو وروستو به زمه وار مالوم شي او څو ورځو کې به دغه ستونزه هواره کړی شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG