لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د پاکستان خراب اقتصاد او کشمیر په لانجه خبرو لپاره د چین سفر کوي


په تیر یو کال کې به دا د وزیراعظم عمران خان د چین دریم سفر وي، د کله نه چې نوموړي د وزیراعظم څوکۍ سنبهال کړې.
په تیر یو کال کې به دا د وزیراعظم عمران خان د چین دریم سفر وي، د کله نه چې نوموړي د وزیراعظم څوکۍ سنبهال کړې.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان نن د نهې / سهشنبې په ورځ د چین خپل رسمي سفر پېل کوي چرته چې به نوموړی د چین صدر شي جنګ پنګ او وزیراعظم لي کيچنګ سره د لیدو کتو په وخت د بیجنګ او اسلام اباد دوه اړخیزه اړیکو ترڅنګ د کشمیر د کشالې ورسته په سیمه کې پیدا شوي تاو تریخوالي خبرې اترې کوي.

تیره ورځ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د دفتر لخوا وېل شوي چې په دغه دوه ورځنی سفر به د پاکستان اقتصاد، سرمایه کاري (پانګونې) او د دواړه هیوادونو اړیکې نورې هم قوي کړي.

د هندوستان د حکومت لخوا د اګست په میاشت کې د کشمیر ځانګړي حیثیت ختمولو او دغلته د کرفیو لګولو وروسته د هند او پاکستان تر منځه تاو تریخوالی سېوا شوی. هندوستان او پاکستان دواړه په کشمیر دعوه لري.

د عمران خان د دفتر لخوا خپور شوي بیان ترمخه ٫٫ وزیراعظم عمران خان به په سیمه ایز پرمختګ او د کشمیر د لانجې وروسته په سویلي اسیا کې د سولې او امنیت په اړه د خپل دریځ نه چینايي چارواکي خبروي.٬٬

هندوستان دریځ لري چې د کشمیر ځانګړی حیثیت ختمول د هند کورنۍ معامله ده او د دغې ګام مقصد په دغه سیمه کې پرمختیايي او اقتصادي بدلون راوستل دي.

د کشمیر ځانګړي حیثیت ختمولو وروسته چین د هندوستان دغه ګام رد کړی وو او دغه يې د نه منلو ګام بللی وو. چین دا خبرداری هم ورکړی وو چې په دغه لانجمنه سیمه کې یو اړخیزه ګامونه د دغه سېمې حالت بدلولی شي. چین هم د کشمیر د لږې برخې کنټرول لري چرته چې ابادي کمه ده او د دغې سېمې په پوله يې د هندوستان سره د اوږدې مودې راهسې شخړه هم روانه ده.

په تیر یو کال کې به دا د وزیراعظم عمران خان د چین دریم سفر وي، د کله نه چې نوموړي د وزیراعظم څوکۍ سنبهال کړې.

د چین او پاکستان اړیکې او سي پېک منصوبه:

په اسلام اباد کې د چین سفیر یاو جنګ وي او ای ته ویلي چې وزیراعظم عمران خان او د چین صدر شي جنګ پنګ د خپلو هیوادونو تر منځه دوه اړخیزو اړیکو پراخه کولو لپاره ٫٫ ښې اړیکې٬٬ جوړې کړي.

نوموړي زیاته کړې: ٫٫ دوې ډیر وارې رابطې کوي. زما په نظر دا یو ښه پرمختګ دی ځکه چې د دواړه هیوادونو ستر مشران په دې ملګرتیا او مرستو سل په سله په یو نظر دي.٬٬

د چارواکو په وینا د عمران خان د چین په نني سفر کې به د دواړه هیوادونو دوه اړخیزه اقتصادي مرستو او چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ یا سي پېک تر څنګ په یو شمیر نورې لوظنامې هم لاسلیک کیږي.

د سي پیک منصوبې لاندې چین په پاکستان کې ۲۰ بیلنه ډالره سرمایه کاري کړې چې په دغه هیواد کې د سړکونه او بجلۍ د پیدا کولو پلانټونه جوړ کړي چې ورسره به د دغه هیواد (پاکستان) د بجلۍ کمې ختم شي.

تمه ده په دې سفر کې به دواړه هیوادونه د بیلینونو ډالرو اېم اېل-۱ ریل پټړۍ په منصوبه هم خبرې پايې ته ورسوي. چین منصوبه لري چې د سي پېک منصوبې لاندې د پېښور نه تر کراچۍ پورې د ریل پټړۍ جوړولو لپاره فنډونه ورکړي.

چین او پاکستان دواړه دا نیوکې ردوي چې ګنې د سي پېک منصوبه د پاکستان ٫٫ د قرضونو یا پورونو جال٬٬ دی او دا چې د چین دغه منصوبې د پاکستان کړکیچن اقتصاد د نورو ستونزو سره مخ کړی. د دغه نیوکو وروسته په پاکستان کې د چین دغه لویه منصوبه باندې د کار رفتار هم کم شوی.

په اسلام اباد کې د چین سفیر د دغه نیوکې په ځواب کې ویلي ٫٫ زما په فکر دا منصوبه هم په هغه رفتار روانه ده. دا منصوبه زمونږ د اطمینان سره سمه روانه ده.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG