دپاکستان خیبر پوښتونخوا صوبه کې نن د گل په ورځ د پولیو مرض خلاف ماشومانو ته څاڅکو ورکولو درې ورځنی مهم شورو کړی شوی دی.
د صوبې د صحت وزیر سید ظاهر علي شاه وئیلې حکومت کال ٢٠١١ صوبې نه پولیو ختمولو کال گرځولی دی. وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته یوه مرکه کې هغه وویل حکومت به کوشیشو کوي چې د کال ٢٠١١ د اخره پورې پولیو د خیبرپوښتونخوا نه ختمه کړی شي.
سید ظاهرعلي شاه وویل صوبه کې بې امنۍ او د تندلارو د طرفه د پولیو څاڅکو په حقله منفي او علطې پروپیگینډې سیمې نه د پولیو د خاتمې لاره نیولې ده.
خیبرپښتونخوا کې د صحت د محکمې د پولیو د مخنیوي څانگې ايي پې ائې مشر ډاکټر سید مجاهد حسین شاه وائې تیر کال ١٨،٠٠٠ خلکو خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکې نه ؤ ورکړې. خو هغه وویل دا وارې دوې یقین لري چې خلک به د پولیو خلاف څاڅکو د اهمیت نه خبر وي او خپلو ماشومانو ته به څاڅکې ورکړې.
پولیو یو داسې مرض دی چې که چرې انسان ته وولگي نو علاج يي نه کیږي اوانسان د ټول عمر د پاره د جسماني معزورۍ سره مخ شي. که څه هم د پولیو علاج نه کیږي خو ددې مرض نه د بچ کیدو د پاره د پنځه کلونو نه کم عمر ماشومانو ته ددې مرض خلاف څاڅکې ورکړی کیږي.
په اکثره پرمخته تللې هیوادونو کې د پولیو نوغې ویئستلی شوی دی خو پاکستان، سره د هند، افغانستان د نړۍ په داسې هیوادونو کې شامل دی چې پولیو مرض پکښې اوس هم موجود دی. ددې یو شمیر وجوهات دي.
چارواکي وائې په خیبر پوښتونخوا او په قبائیلې سیمو کې تندلارو د اسلام په نوم د پولیو خلاف بې بنیاد خبرې خورې کړې دي. په دې کې دا خبره هم شامله ده چې د پولیو خلاف څاڅکې ماشومان د افزائش د صلاحیت نه محرومه کوي. خو پوهان دا خبره ردوي.
په دې ورستیو ورځو کې په سلگونو علماؤ د پولیو څاڅکو په حق کې فتوا هم جارې کړې ده.
د صحت د محکمې چارواکې وائې تیر کال پاکستان کې ١٠٨ ماشومان د پولیو مرض ښکار شوې ؤ چې ٥٨ پکښې په قبائیلې سیمو او خیبرپوښتونخوا کې ؤ. پوهان وائې قبائیلې سیمو او سوات کې د پولیو مرض ښائې هلته معصوم خلک د تندلارو د پروپیگنډې ښکار شوې، ماشومانو ته يي د پولیو څاڅکې نه دې ورکړې او دا رنگ د ټول عمر معزورۍ سره مخ کړی شوې دي.
تیره هفته پیښور کې د صوبې د یو شمیر برخو نه راغلې علماؤ او مفتیانو دا فتوا جارې کړې وه چې ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکې ورکول د اسلام خلاف کار نه دی او که کوم ماشوم د پولیو څاڅکو نه محرومه پاتې کړی شو نه مور او پلار به يي گنگار وي.