لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپوليو نړيواله ورځ او پاکستان کې صورتحال


دپوليو نړيواله ورځ او پاکستان کې صورتحال
دپوليو نړيواله ورځ او پاکستان کې صورتحال

وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني وئيلي دي چې دپاکستان شمير دنړۍ په هاغو څلرو هيوادونو کې کيږي چرته چې دپوليسو وائرس اوس هم موجود دى او ددغه معذوره کوونکې بيمارۍ خاتمې باوري کولو لپاره هررقم ممکنه گامونه اخستل کيږي.

دگل په ورځ داکتوبر په 24مه نيټه دپوليسو دنړيوالې ورځې په موقع خپل پيغام کې پاکستاني وزيراعظم وئيلي دي چې د1994ء پورې به پاکستان کې په يو کال کې 20,000 کسان دپوليو څخه اغيزمن کيدل خو په هيواد کې ددغه وائرسو په ضد په سرکاري کچه دمهم شروع کيدو څخه وروستو تير کال دغه شميره 144 پاتې شوې او سږ کال دپوليو 132 کيسونه مخې ته راغلي دي.

وزيراعظم وويل چې دغه هڅې ناکافي دي او دنړيوالې ورورولۍ ددغه مرض په ضد هدف ترلاسه کولو لپاره پاکستان ته اوس هم نورو منزلونو پورې رسيدل دي، وزيراعظم وويل دحکومت کوشش چې څومره هم مضبوط وي دموروپلار، ټولنيزو کارکوونکو، مذهبي مشرانو، استاذانو او رضاکارانو دمکمل شموليت څخه پرته دپوليو دوائرس هڅې نۀ شي کاميابيدى.

وزيراعظم پخپل پيغام کې وئيلي دي چې زۀ په تاسو کې هر يو څخه غوښتنه کووم چې راوړاندې شئ او دکوټلي کردار په ذريعه دمهم دغه پيغام تر هر کور پورې رسولو لپاره کار وکړئ.

وزيراعظم گيلاني دپينځوؤ کلونو څخه دکم عمر ماشومانو موروپلار څخه غوښتنه وکړه دا خبره دې باوري کړي چې خپلو ماشومانو ته دپوليو په ضد دهر قومي مهم په دوران هغوي ته دپوليو دمخنيوي قطرې ورکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG