لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تشدد نه ډکو خطرناکو حالاتو هم د پولیو خلاف کمپاین نه دی ودرولی


په دې زوړ تصویر کې لیدل کیږي چې یوه ښځه کارکونکي په کندهار کې یو ماشوم ته د پولیو خلاف څاڅکې ورکوي
په دې زوړ تصویر کې لیدل کیږي چې یوه ښځه کارکونکي په کندهار کې یو ماشوم ته د پولیو خلاف څاڅکې ورکوي

د تیرو ٣٠ ؤ کالو خوارۍ او ١٥ ملیارده ډالرو لگښت وروسته د پولیو مرض اوس هم د افغانستان، پاکستان او نائیجییریا پشان دریو هېوادونه کښې پاتې دی. په دې دریو واړو هېوادونو کښې یاغي توب هم دوام لري.

د روانې میاشت په سر کښې د پولیو څاڅکي ورکولو په کار مامورې دوه زنانه د پاکستان ناقلاره بلوچستان صوبې په کوټه ښار کښې ووژل شوې.

پاکستان د ترهگرو حملو، ډرون بریدونو او پوځي عملیاتو سره مخ دی او د صحت چارواکي په دې حالاتو کښې د پولیو پرضد د څاڅکو ورکولو مهم چلوي.

د یونیورسټي آف ټورنټو امول ورما وايي دا لومړی ځل نه دی چې د ګوزڼ یا پولیو کمپاین د جنگ په دوران کښې شوې وي.

"پوښتنه دا ده چې، دا اغېز ایا دومره لوی دې چې د پوليو له منځه وړلو په لار کښې په رښتيا خنډ جوړ شوی؟ او زموږ مطالعې ښیي چې، هم داسې ده".

ورما او د ده ملگروو نږدې د ٧٠٠ ضلعو په کچه د واکسین کمپاین تفصیلات او د یوې میاشت په سر د پولیو نوي کیسونو شمار شمیرې کتلي.

دوي بیا دغه شمار شمیرې پاکستان باډي کاونټ ډاټ ارگ نومي ویب پاڼه سره موازینه کړې. دغه ویب پاڼه په پاکستان کښې د ځانمرگو بریدونو، د بې پائلټه الوتکو په حملو او نورو پیښو کې د مرگ ژوبلې رپوټونه راغونډوي.

ورما وايي کله ناکله د دې لانجو دلاسه کمپاین وه هم ځنډیږي.

"مونږ ته چې څه معلوم شو، هغه دا وو چې، کله د واکسین کمپاین په سخت ناامنۍ کښې هم ترسره شوی، دا د ټیټې درجې خطراتو د وختونو د کمپاین په پرتله په کوریج کښې پنځه فیصد کموالي سره مخ و".

د دې شمار شمیرو دقیقه اندازه داسې ده چې قریباً دوه نیم لکه پورې ماشومانو ته واکسین ونرسیدل او ٧٣٪ نور ماشومانو ته پولیو مرض ولگیدو.

"که څه هم دا د واکسین ورکولو په شرح کښې يوازې په سلو کښې پنځه فیصد کمی دی خو دا بیا هم د دې وائرس د خپریدو او بل کس ته لگیدو لپاره کافي دې".

په کوټه کښې د دوه څاڅکي ورکونکې ښځو مرگ دا کمپائن اودرولې ندې خو دا نوې تحقیق ثابتوي چې د نړې په دې خطرناک گوټونو کښې پاتې پولیو خاتمه به دومره اسانه نه وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG