لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پولیو د څاڅکو پرضد پروپېنگډه کونکو ته کېدای شي سزا ورکړل شي


په ٢٢مه مئې د پولیو د واکسین پر ضد د دروغو پروپگینډې د تازه پلټنو په رپوټ کې چې د پیښور د کمیشنر د دفتر لخوا چیف سکریټري ته لیږل شوی، د لسو شخصي سکولونو د ریجسټریشن د منسوخ کولو، د درېیو ځایي ناظمانو، په جوماتونو کې د اعلان کوونکو اتو کسانو او د درېیو ځایي کمپوډرانو پر ضد د قانوني کاروایۍ سفارش شوی دی.

د پولیو د مخنیوي د پروگرام یو چارواکی، ډاکټر امتیاز وایي د دې سکولونو ریجسټریشن به منسوخ کولی شي. هغه زیاتوي: "د پولیو کمپین ته کوم نقصان چې رسیدلی دی، نو هغه د دې سکولونو د استاذانو او پرینسپل چې کوم دی د هغو د غیرذمه دارۍ د لاسه رسیدلی دی. د دې سکولونو ریجسټریشن دې کینسل کړی شي."

دې سکولونو کې د مینې کچوړې دارالقلم ماډل سکول او اقرآ روضة الاطفال، په حسن گړۍ کې د اقرا سکول او هالمارک سکول، یو سي خزانه کې پیشاور کمبریج سکول، ، مسلم سټنډرډ سکول، اکسفرډ سکول، پاین بریز سکول، کریسنټ سکول، سیټي هومز، او د جهگړې روضة الاطفال سکولونه شامل دي.

رپوټ کې ویل شوي چې د دې سکولونو انتظامیو او ځینو مذهبي مشرانو د پولیو د ختمولو قامي مقصد ته زیان رسولی دی.

دغه رنگ د UC-180 ناظم امجد، د UC-181 ناظم امداد الله، او د UC-171 ناظم کریم خان خلاف هم د قانوني کاروائۍ سپارښتنه شوې ده. رپوټ، قانون پرځای کوونکو ادارو ته ویلي دي چې د پولیو پر ضد پر سوشل میډیا خپرېدونکي منفي پروپېگنډې مخه دې ونیسي او په جوماتونو کې دې د لاوډسپیکرو د استعمال قانوني څارنه وشي.

د دې ترڅنگ، د پولیو د پروگرام د پاره د وزیراعظم سلاکار، بابر بن عطا پر سوشل میډیا ویلي چې تر اوسه د حکومت په شکایت، فیسبوک په ٢٦٣ سایټونو کې، ٢٠٩ پتې بندې کړي دي.

دغه رنگ حکومت په ١٣۴ ټویټر هنډل باندې شکایتونه کړي و، په دې کې په پنځلسو عمل شوی دی. پر یوټیوب، ٣٣ هغه پتې بندې شوي چې د پولیو د واکسین پر ضد یې منفي پروپگینډا خپروله.

سږکال په ټول پاکستان کې تر اوسه د پولیو ١٧ کیسونه مخې ته راغلي دي. تیر کال دا ټول ١٢ کیسونه و.

د ٢٢مې مئې د رپوټ په حواله چې د پولیو پر ضد د پروپگېنډې په هکله خپور شوی، د انکاري والدینو د شمیر زیاتېدل چارواکي په دې مجبوره کړي چې د جون په میاشت کې د پولیو په تابیا شوي کمپین کې بدلونونه راولي.

دا وارې د پولیو په درې ورځیني کمپین کې به څاڅکي ورکوونکي عمله کوم اندراج نه کوي او یوازې به ماشوم ته د کور په ور کې د پولیو څاڅکي ورکوي. د دې وروسته به د پروگرام ځایي سوپروایزر له کورنیو سره پخپله ویني.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG