د خېبر پښتونخوا په اورکزئ ضلعه کې د پولیو یوه بله پېښه مخې ته راغلې ده چې دې سره د روان کال په اوږدو کې د پاکستان دننه د پولیو د رامنځته شوؤ پېښو شمیره شپږو ته رسېدلې ده.
د پاکستان د روغتیا وزارت اورکزئ ضلعې نه د پولیو د رامنځته شوې پېښې پخلی کړی دی اؤ ویلي یې دي چې دغلته د نهو میاشتو یو ماشوم ته د پولیو وایرس ورپورې کېدو تصدیق شوی دی.
سږکال دا د خېبر پښتونخوا نه د پولیو څلورمه پېښه ده چې رامنځته کیږي.
تر دې وړاندې د بنو نه هم د پولیو درې پېښې مخې ته راغلي دي .
هم دا شان د پولیو پېښې په کراچۍ کې ریکارډ کړی شوې دي.
د پولیو دا تازه پېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې ده چې د ۲۷م نومبر نه پاکستان کې د پولیو ضد څاڅکو پينځه ورځنی او په ځينو ځايونو کې اووه ورځنی کمپاين پېل شوی دی اؤ ټاکل شوې ده چې دې کمپاین کې به د 74 لکه نه زياتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي.
د خېبرپښتونخوا د صوبايي اېمرجنسي اپرېشن سنټر له مخې ، د کمپاين لومړي پړاؤ کې به په بنو، پېښور، مردان، کوهاټ، ملاکنډ او هزاره ډويژنو کې په ټولو ضلعو کې د پينځو کالو نه کم عمر 86 لکه 18254 ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړل شي.
په دويم پړاو کې به د څلورم دسمبر نه ترې 11م دسمبر پورې د شمالي وزیرستان د ميرعلي تحصيل په شپږو يونين کونسلو کې، د 11م نه تر 13م دسمبر پورې په کوز او بر جنوبي وزيرستان کې، او 18 نه تر 24م دسمبر پورې په ډېره اسماعيل خان، لکي مروت، شمالي وزيرستان او ټانک کې د پوليو ضد څاڅکي ورکړل شي.
خېبر پښتونخوا کې د پولیو ضد پروګرام خلاف له یوې اوږدې راهسې مقاومت اؤ پروپېګنډې کیږي اؤ د صوبې بیلابیلو سیمو کې وخت په وخت په پولیو ضد څاڅکو ورکوونکو ډلو اؤ د هغوي په حفاطت په مامورو پولیسو وسله وال بریدونه هم شوي دي چې پکې په شلګونو د پولیو ضد کمپاین کارمندان اؤ پولیس عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
Forum