لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور د بېلا بېلو برخو په چاپېریال کې د پولیو وایرس موندل کېږي


دصحت د نړیوالو ادارو ماهرين د پوليو وايرس لپاره د خطرناکو سېمو نه هره مياشت د سيوريج يا د خوړ د اوبو جاج اخلي۔ د صحت پوهانو وينا ترمخه سحر وختي د کورونو اوبه خوړونو ته راوځي او د نمونواخستولپاره دغه وخت غوره ګڼي
دصحت د نړیوالو ادارو ماهرين د پوليو وايرس لپاره د خطرناکو سېمو نه هره مياشت د سيوريج يا د خوړ د اوبو جاج اخلي۔ د صحت پوهانو وينا ترمخه سحر وختي د کورونو اوبه خوړونو ته راوځي او د نمونواخستولپاره دغه وخت غوره ګڼي

د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور د بېلا بېلو برخو نه هره میاشت درې وارې په چاپیریال کې د پولیو وایرس معلوموولو لپاره د سېورج او د خیچنو اوبو نمونې اخیستل کېږي چې پکې شاهین مسلم ټاۇن، لړمه او سپینه وړۍ شاملې دي او ماهرین وايي د تېرو پنځو میاشتو راهسې د دغو سیمو په چاپیریال کې د پولیو وایرس موندل کیږي.

په نړيوال کچه پېښور د پوليو وايرس مرکز بللي کيږي۔ په ښار کې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو ور کوولو نه د انکاري خلکو شمېره هم تر ټولو زياته ده چې تعداد یې ۲۶ زره دی.

دصحت د نړیوالو ادارو ماهرين د پوليو وايرس لپاره د خطرناکو سېمو نه هره مياشت د سيوريج يا د خوړ د اوبو جاج اخلي۔ د صحت پوهانو وينا ترمخه سحر وختي د کورونو اوبه خوړونو ته راوځي او د نمونواخستولپاره دغه وخت غوره ګڼي ۔

د صحت ماهرينو نيزدي اينوائرمنټل سرويلنس يا په چاپيريال کې د پوليو وايرس څارنې دغه عمل له وجې په سېمه کې دپوليو وايرس موجودګي څرګندېږي۔ د دي ترڅنګ د ماشومانو سټول ( ډکې متیازې) د نمونوڅخه هم د پوليو وايرس موجودګي په ډاګه کیدی شي۔

د خېبرپښتونخوا د پوليو دمخنيوي اداري مشر عبدالباسط وايي په داسې حال کې چي چاپيريال کې پوليو وايرس وجود لري، بايد ماشومانوته بيا بيا د پوليوقطري او بنيادي ضروري ټيکې هم ولګول شي چې دپوليو وايرس له وجې د تلعمري معذورتيه څخه بچ پاتي شي۔

عبدالباسط وايي ''پېښور یو مېټرو پولیټین ښار دی. دلته د هرې طبقې خلک مېشت دي یا ځي راځي. تیر کال دلته ۵ لکه انکاري وۇ خو زمونږ هلو ځلو روسته اوس ۲۶ زره ته راکم شوي دي. بلخوا په ټوله صوبه کې ماشومانو ته د بنیادي ټیکو لګولو کچه کمه ده. په داسې حال ماشوم د پولیو وایرس په خطر کې دي او ویره ده چې کله هم د صوبې نه پولیو کېس رپورټ کېداي شي''.

پاکستان په کچه ۶۰ بېلا بېلو ځايونو نه هره مياشت د پوليو وايرس ماحولياتي نمونو جاج اخیسل کېږي۔

د صحت د ماهرينو وينا ترمخه د پولیو وایرس د زیاتو کېسونو له امله د تېرو څو کلونو راهسې یي دغه مرکزونو کې اضافه کړېده۔ تيره مياشت د پاکستان سنده، پنجاب او خېبرپښتونخوا نه يويو او بلوچستان نه د پوليو وايرس دوه ماحولياتي نمونې مثبت رپورټ شوي دي۔

پاکستان اوافغانستان د نړۍ په مخ د پوليو وايرس څخه دوه متاثره هيوادونه پاتي دي۔ سږ کال ۲۰۲۰م کې پاکستان کې د پوليو وايرس ړومبي ډول ۸۱ او دويم ډول وايرس ۸۳ پېښې رپورټ شوي دي۔ خېبرپښتونخوا د دغه خطرناک وايرس ترټولو زيات اغيزمن ايالت دی۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG