لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پېښور او بنو کې د چاپیریال نه اخیستل شویو نمونو کې د پولیو وایرس موندل شوی


د پوليو د مخنيوي قامي ادارې وينا ترمخه په ټول هېواد کې 40 يونين کونسل خطرناک ګرځولې شوي دي۔ د خيبرپښتونخوا 18 د بلوچستان 14 او د سند 8 يونين کونسل د پوليو وائرس د پاره ترټولو حساس ګرځولې شوي دي
د پوليو د مخنيوي قامي ادارې وينا ترمخه په ټول هېواد کې 40 يونين کونسل خطرناک ګرځولې شوي دي۔ د خيبرپښتونخوا 18 د بلوچستان 14 او د سند 8 يونين کونسل د پوليو وائرس د پاره ترټولو حساس ګرځولې شوي دي

د خېبرپښتونخوا مرکزي ښار پېښور او په بنو کې د پوليو وایرس ماحولياتي نمونې مثبت رپورټ شوي دي۔ د دي ترڅنګ د پنجاب ، سند اوبلوچستان په 14 بيلابيلو ځايونوکې د پوليو وایرس ړومبي ډول او 10 ځايونو کې دويم ډول ماحولياتي نمونې مثبت موندل شوي دي چې له امله یې د پوليو ناروغۍ مثبت پېښې رپورټ کيږې۔

د پوليو د مخنوي نړيوالې ادارې اوونيز رپورټ ترمخه پاکستان کې د پوليو د وړومبي ډول 14 اود دويم ډول وایرس 10 ماحولياتي نمونې مثبت رپورټ شوي دي۔

د پوليو وایرس څخه متاثره د خېبرپښتونخوا بنو او پېښور ضلعو نه سږ کال د پوليو وایرس د دغه قسمونو 10 پېښې رپورټ شوي دي۔ پېښور او بنو هغه سېمې دي چېرته چې ماشومانو ته د پوليو څاڅکو نه ورکوولو نا د انکاري خلکو شمېره تر ټولو سېوا ده۔

د خېبرپښیونخوا د پوليو د مخنيوي ادارې ايمرجنسي آپريشن مرکز مشر عبدالباسط وایي د پوليو وایرس مثبت ماحولياتي نمونو ترڅنګ د قطرو څخه په لويه کچه ماشومان پاتې کيدل زيات خطرناک دي۔ خو د صوبې 13 ځايونو څخه ماحولياتي نمونې منفي هم رپورټ شوي دي کومه چې غوره خبره ده۔

د صحت پوهانو د وينا ترمخه مثبت ماحولياتي نمونې په يوه سېمه کې د کېمپېن کوالټي څرګندوي۔ په وروستيو کې د پوليو کېمپېن په دوران دغه سېمو نه ماشومانو ته د پوليو څاڅکي نه اچولو او د دروغو ګتي په نخښه کوؤنکي هم رپورټ شوي وؤ او په زرګونو ماشومان بغير د پوليو واکسين بچ پاتې شوي وؤ ۔ کوم چې نه صرف پوليو وائرس ته وده ورکړي بلکه په درځنو ماشومان هم د تلعمري معذورتيه سره مخ شوي دي۔

د پوليو وائرس مخنيوي لپاره صحت محکمې په پېښور کې د ايمرجنسي ريسپانس يونټ په نوم يو مرکز جوړ کړي۔ ډاکټر جهانزيب د دغه مرکز منتظم دی وایي په متاثره سېمو کې د سخاک ګنده ابو د لاري وائرس خوريږي۔ کوشش کوي چې د نړيوالې صحت ادارو په مرسته د پاکو اوبو انتظام يقيني کړي او دغه وائرس مخنيوې اوکړي۔

ډاکټر جهانزيب وویل "دلته د اوبو زياتره پائپونه په ګنده نالو کې تېر شوي دي۔ کله چې اوبه ختمې شي نو آخر کورونو ته د اوبو پائپونو کې د نالې اوبه ورځي۔ که يو خوا مونږ د پوليو وائرس لري کوؤ نو بلخوا دا وائرس بيا د اوبو د لارې پائپونو کې ننوځي۔ د دې د مخنيوي لپاره مونږ د نړيوالو صحت ادارو په مرسته د پېښور دوه يونين کونسلو د اوبو پائپونه بدلو تجربه کوؤ"۔

د پوليو د مخنوي نړيوالې ادارې رپورټ ترمخه هره مياشت د پاکستان 60 بيلا بيلو ځايونو نه د پوليو وائرس ماحولياتي نمونې اخستلې کيږي۔ د پوليو وائرس په لړ کې د پاکستان دري ايالتونو سند بلوچستان او خېبرپښتونخوا 11 ضلعې تر ټولو زياتي خطرناکې بللې شوي دي۔ د پوليو د مخنيوي قامي ادارې وينا ترمخه په ټول هېواد کې 40 يونين کونسل خطرناک ګرځولې شوي دي۔ د خيبرپښتونخوا 18 د بلوچستان 14 او د سند 8 يونين کونسل د پوليو وائرس د پاره ترټولو حساس ګرځولې شوي دي۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG