لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د پولیو 1800 کارکوونکي د وظیفو څخه لرې کړی شوی دي


پاکستان د کال 2014 راهسې د پوليو وايرس له وجې سفري پابنديو سره مخ دې۔ پاکستان کې سږکال دپوليو وايرس ړومبي ډول 80 او دويم ډول وايرس83 پيښې رپورټ شوي دي
پاکستان د کال 2014 راهسې د پوليو وايرس له وجې سفري پابنديو سره مخ دې۔ پاکستان کې سږکال دپوليو وايرس ړومبي ډول 80 او دويم ډول وايرس83 پيښې رپورټ شوي دي

د خېبرپښتونخوا په شمول په پاکستان کې د پوليو 1800 کارکوونکو چې د وظيفوڅخه لرې کړی شوي دي د بحالۍ په حق کې احتجاجونه کړي دي بلخوا د ملګرو ملتونو د صحت ادارې د پولیو په سر پاکستان ته خبرداری ورکړی دی.

ډبليو ايچ او په پاکستان غږ کړی چې د پوليو د مخنيوي لپاره دې هلې ځلې د تيزې کړي. ادارې ویلي چې پاکستان دي د پولیو د مخنیوي په خاطر په سياسي، سماجي او نړیواله کچه ګامونه ګړندي کړي.

پاکستان د کال 2014 راهسې د پوليو وايرس له وجې سفري پابنديو سره مخ دې۔ پاکستان کې سږکال دپوليو وايرس ړومبي ډول 80 او دويم ډول وايرس83 پيښې رپورټ شوي دي۔

بلخوا د دندې څخه لرې کړی شویو د پولیو کارکوونکو وېنا ده چې د پوليو وايرس مخنيوي لپاره یې د ډيرې مودې راهسې د پوليو پروګرام سره کار کوولو او که چیري بحال نه

شي نو د پوليو پروګرام ته زيان رسيدلی شي او په لويه کچه پوليو کيسونو کې اضافه راتلی شي.

دغه احتجاج کوؤنکو د خپلو نوکرو ميعاد غځولو لپاره په اسلام آبادکې د ډبليو ايچ او دفتر مخي ته لاريون ويستلې۔

د خېبرپښتونخوا په شمول ټول ملک کې 1800 نه سېوا يونين کونسل پوليو افسران د نوکرو سخه لري کړاي شوي دي۔ احتجاج کوؤنکو وينا وه چې دوي د پوليو وايرس مخنيوي په لار کې يي کلونو راهسې کار کړي۔ که چېري په نوکرۍ بحال نه شول نو دغه خواري به یې بې ځايه لاړه شي۔

دوی وایي ماشومانو ته پوليو څاڅکو رسولو او د دغه وايرس مخنيوي په لار کې ئي يو شمېر کارکوؤنکو ژوند د لاسه ورکړي۔ د پوليو کېمپين په دوران يي په زرګونو انکاري خلک ماشومانو ته پوليو څاڅکي اچولو هم قانع کړي دي۔

په خېبرپښتونخوا کې د مردان پريس کلب مخې ته پوليو کارکوؤنکو وينا وه چې د دوی د هلو ځلو له وجې پاکستان کې په زرګونو پوليو کيسونه راکم شوي۔ اوس په ټوله نړۍ پاکستان او افغانستان دوه هيوادونه دي چرته چې پوليو وايرس له هم وجود لري۔ وايي د دوي کار ستاینې پر ځائي يي د خپلو وظيفو نه لري کړي دي۔

د مظاهره کوؤنکويو مشر وویل " کله چې پاکستان کې د پوليو مهمونو پېل شول هغه وخت 3 زرو نه سېوا پوليو کيسونه وؤ، اوس د پوليو کارکوؤنکو هلو ځلو له وجې 80 ته راکم شوي دي۔ حکومت د دوي کار ستائيني پر ځائي د پوليو پروګرام نه لري کړل۔ د بدقسمتي خبره ده چې دغه وايرس يواځي پاکستان اوافغانستان کې موجود دی۔ مونږ تپوس کوؤ چې په داسې حال دغه کار کوؤنکي ولي د خپلو وظيفو سخه لري کړی شول"۔

احتجاج کوؤنکو وينا وه چې د ماشومانو صحت د پاره د پوليو هر يو کار کوؤنکي هلې ځلي د ستائيني وړ دي۔ دغه پوليو چارواکو نه يواځې ماشومانو د عام روټين ټيکو په صورت کې د يو لسو موذي بيماريو سخه بچ ساتلي دي بلکه د کورونا وباء په صورت کې د خلکو پوهۍ لپاره هم اګاهي ورکړي ده۔

د ډي آئي خان څخه د پوليو يو بل کار کوونکي عابد پرويز وي او ای ډيوه ته وایي دغه پوليو چارواکي د خپلې وظيفې څخه لرې کوولو سره دوی د مالي ستونزو سره مخ شوي دي۔ د تيرو څو کلونو راهسې پوليو کېمپين کې کار له وجې بل روزګار نه لري او ځائي خلکو سره هم بلد شوي دي۔ که دغه کارکوؤنکي په خپلو وظيفو بحال نه شول نو پوليو پروګرام ته د پرله پسې کېسونو په صورت کې مشکلات راپيښيدي شي۔

عابد پرويز وایي "ډي آئي خان کې د هرې سېمې خلکو تګ راتګ کيږي۔ دلته افغان کډوالو پشمول يخو اوګرمو سېمو سخه خلک هم ميشت دي۔ بله ده چې پاکستان کې د پوليو دويم ډول وايرس هم په تيزي سره په خوريددو دی۔ په داسې مهال د پوليو پروګرام سخه يونين کونسل پوليو افسران لري کول د پوهې نه بهر خبره ښکاري او پروګرام ته زيان رسيدی شي"۔

پاکستان کې د ډبليو ايچ او مشر ډاکټر پليتا ماهي پالا په ټول ملک کي پوليو افسرانو لاريون او د دوي غوښتنو نوټس اخستي دي۔ د پوليو کارکوؤنکو وينا ترمخه د صحت ادارو دغه ستونزه هوارولو يقين دهاني ورکړي۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG