لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د بنګالیانو او افغانانو تابعیت، د سیاسي ګوندونو اختلافات


په پاکستان کې زېږېدلو بنګالیانو او افغانانو ته د تابعیت ورکولو پر مسلې ددغه هېواد سیاسي ګوندونه سره د نظر کلک اختلاف لري.

دغه مسله د نهې یا سې شنبې په ورځ د پاکستان په پارلمان کې د مخالف پیپلز پارټۍ (پي پي پي) او د بلوچستان نشنل پارټي (بي ان پي) لخوا راپورته شوه.

له پيپلز پارټۍ څخه نفیسه شاه وویل، چې عمران خان د دغه دریځ د څرګندولو پرمهال په کراچۍ کې د سیمیزو خلکو احساساتو ته نه دي کتلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې حنا رباني کهر هم د عمران دغه بیان یو غیر مسول بیان ګڼلی.

"وزیر اعظم خان باید په دې پوه شي چې له وزیر اعظم کېدو وروسته اوس هغه یواځې د خپل ګوند استازیتوب نه کوي بلکه د ټول هېواد استازیتوب کوي. "

د بلوچستان نشنل پارټۍ (بي ان پي) مشر سردار اختر منګل هم له دغې مسلې سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې حکومت په داسې حال کې بنګالي او افغان کډوالو ته د تابعیت ورکولو پر مسله غور کوي چې بلوڅانو ته په هېواد کې د انسان په سترګه هم نه کتل کیږي.

دا لومړی ځل نه دی چې منګل په دې اړه خپل مخالفت څرګندوي بلکه د قامي اسامبلۍ په تېره غونډه کې چې عمران خان هم ناست وو منګل په دې مسلې د خبرو پرمهال له غونډې ووت.

د پښتنو ملت پالو ګوندونو مشرانو لکه اسفندریا ولي خان او محمود خان اچکزي د عمران ددغه بیان هرکلی کړی.

د پاکستان د عوامي نشنل پارټي مرکزي مشر اسفندریار ولي خان د وزیر اعظم عمران خان د هغه اعلان ستاینه وکړه چې ویلي یې وو هغو بنګالیانو او افغانانو ته به د پاکستان شهریت یا تابعیت ورکوي څوک چې په پاکستان کې زېږېدلي دي.

نوموړي د تېرې ګل یا دوشنبې په ورځ د پېښور په باچاخان مرکز کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې د عمران خان دغه دریځ انساني اړخ لري نه سیاسي.

په واشنگټن کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني په ټوېټر خپل پېغام کې ویلي خلک ولې د عمران خان ستاینه کوي په داسې حال چې په پاکستان کې زېږیدلي خلک د قانون د لاندې د پاکستان د شهریت حق لري.

څېړونکي وايي، دا نړیوال اصول دي چې هر څوک چې هر چېرې زېږېدلی وي د هغه هېواد تابعیت ورته ورکول کیږي نو که پاکستان د نورو هېوادونو خلکو ته تابعیت ورکوي نو هغو افغانانو ته دې هم ورکړل شي څوک چې په پاکستان کې زېږېدلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG