لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټول مخالف سیاسي گوندونه سبا پاکستان کې د تورې ورځې په نوم مشترکه احتجاجونه کوي


سبا د زیارت یا پنجشنبې په ورځ، د خیبر پښتونخوا صوبې په سرښار پيښور کې د تیر کال شویو انتخاباتو خلاف به د حکومت مخالفو سیاسی ګوندونو پراخ احتجاجونه وشي.

د حکومت مخالف ګوندونه دغه ورځ د "تورې ورځ" په نوم یادوي. د دې احتجاجونو ترڅنگ، مذهبی سیاسی ګوند جمعیت علماء اسلام ـ ف به هم سبا ته د میلین مارچ په نوم لاریون وکړي.

د حکومت مخالف سیاسي گوند، پاکستان مسلم لیگ ن ویاند اختیار ولي ډېوه نیوز ته وویل چې د کل جماعتي کنفرنس نه پس، ټول سیاسي گوندونه به سبا په احتجاج کې یوځای وي. هغه زیاته کړه، "سبانۍ مونږ توره ورځ لمانځو لگیا یو. د هغې بنیادي مقصد دا دی چې په ٢٥ جولای ٢٠١٨ باندې چې کوم الیکشن شوی و، نو په هغې کې انصاف ندی شوی. د عام ولس او د سیاسي گوندونو په دې باندې مکمل یقین دی چې په کوم طریقې سره دا وزیراعظم جوړ شوی دی، نو په دې کې ناعدلي شوې ده."

هغه زیاته کړه چې چون د پاکستان د عمومي انتخاباتو سبا کال پوره کیږي، نو دوی په همدې خاطر سبا ته د تورې ورځې د لمانځلو پروگرام جوړ کړی دی.

د پاکستان د مسلم لیگ ن، پاکستان پیپلز پارټي، عوامي نیشنل پارټي، جمعیت علمای اسلام ـ ف، جماعت اسلامي، او قومي وطن پارټي سره سره، نورې ډلې به هم په دې احتجاجونو کې شریک وي، او عوامي نیشنل پارټي به د دې احتجاج کوربه وي.

اختیار ولي وایي هرې پارټۍ لومړی بیل بیل احتجاجونه وکړل خو دا ځل دوی ټول سیاسي گوندونه په دې اتفاق دي چې دغه انتخابات کې درغلي شوې او وزیراعظم چا د خپلې خوښې منتخب یا سلیکټد وزیراعظم دی.

اختیار ولي وایي دا ځل ټول سیاسي گوندونه به یوځای، په ملک کې د یو نوي الیکشن دپاره به یو تحریک شروع کوي.

"به حیثیت یو سیاسي کارکن، زه په دې پوهیږم چې در حقیقت سبا ته د حکومت خلاف چې کوم تحریک دی، د حکومت د ختمېدو، د جعلي وزیراعظم د رخصتولو، او په ملک کې دوباره د یو نوي الیکشن دپاره سبا د هغې نقطۀ آغاز ده."

د سیاسي گوندونو له طرفه د جولای ٢٥مه توره ورځ په توگه لمانځلو سره سره، د جمعیت علمای اسلام ـ ف سیاسي گوند به وروسته مازدیگر میلین مارچ هم کوي. د دغه گوند ویاند مولانا جلیل جان وایي، د پارټۍ مشر مولانا فضل الرحمن به د دې مارچ مشري کوي.

هغه وایي د دې مقصد د حکومت د نااهلۍ خلاف احتجاج دی.

"مونږ چې کوم احتجاج دی، زمونږ چې کوم دا میلین مارچونه دي، د حکومت د پالیسو خلاف، د بجټ خلاف، د ظلم او جبر خلاف،... دا ټول مسایل چې دې په دې کې به پرې بحث کیږي انشا الله."

دغه میلین مارچ په پیښور کې کیږي او د دې گوند دا دیارلسمه دغسې غونډه ده. د دې نه پس به په کوئټې او اسلام آباد کې هم د دغه مذهبي سیاسي گوند له طرفه داسې غونډې جوړې شي.

سبا د حکومت مخالف سیاسي گوندونه به د جولای میاشتې په سخته گرمي کې دغه غونډه کوي، او دا په داسې مهال کوي چې د مهمو گوندونو مشران په جېلونو کې دي او حکومت مخالف گوندنه د انتشار ښکار هم دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG