لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د واکمن ګوند او مخالفو ګوندونو ترمنځ سیاسي جګړه تېزه شوې ده


پاکستان کې په سیاسي تودوالي کې پر له پسې تېزوالی لیدلی کیږي او د حکومتي او مخالفو ګوندونو غړو له خوا، په یو بل باندې د سختو نیوکو کولو لړۍ دوام لري. د مسلم لیګ ن ګوند صدرې مرستیالې، مریم نواز، یوځل بیا په موجوده حکومت او پوځ باندې سختې نیوکې کړي دي او ویلي یې دي چې ادارې دې د یو سیاسي ګوند شا ته نه اودریږي، او دوی ته به خپلې تګلارې ته بیا کتل وي.

بل پلو ته وزیر اعظم عمران خان ویلي دي چې کله مخالف ګوندونه په بلېک مېل کولو کې پاته راغلل، نو د پوځ او استخباراتی ادارو د مشرانو پر ضد یې خبرې پیل کړې. عمران خان دا هم ویلي چې هر څه وشي، خو دوی ته به اېن ار او ورنکړي.

په لاهور کې د مسلم لیګ ن، شیرجوان مومنټ یوې دستورې ته پخپلې وینا کې مریم نواز په ځوان کهول زور راوړو چې د آئین کتاب ولولي او وګوري چې د نواز شریف غوښتنې څه دي. هغې وویل: «زما بچو، که چېرته د نواز شریف یوه مطالبه هم د آئین سره په ضد وي، نو بیا د نواز شریف او مریم نواز سره مه اودریږئ. د آئین په کتاب کې لیکلي دي چې د چا کار څه دی او چاته کوم کار نه کول دي.»

مریم نواز وپوښتل چې که د پوځ ویاند د هندي پایلټ ابهې نندن په اړه د ایاز صادق بیان باندې پرېس کنفرنس کوي، نو بیا د یو بل وفاقي وزیر په تورونو ولې پرېس کنفرنس ونکړو؟ هغې زیاته کړه چې که چېرې دا رقم فرق مخې ته راځي، نو بیا پوښتنه کول زمونږ حق دی.

د مسلم لیګ ن مرستیالې صدرې وویل چې د پوځ ویاند ته ډېر د احتیاط نه کار اخیستل په کار دي. عمران خان او د ده حکومت ته ادارې په سیاست کې د راوستلو ته خو ډېرې ګټې دي، خو دا هرڅه د پاکستان او ادارو دپاره ښه ندي. مریم نواز وویل چې ادارې د یو ګوند نه بلکې د ټول پاکستان دي او دوی ته پخپل غلط روایت نظر ثاني کول په کار دي.

بل پلو ته پخواني وزیراعظم نواز شریف ویلي دي چې د سندهـ انسپکټرجنرل او اېډشنل انسپکټرجنرل د اغوا، او د مریم نواز د کمرې دروازه ماتولو د پېښې پلټنو نتیجې د پوځ سرلښکر جنرل قمرجاوېد باجوه د ذاتي یقین دهانې باوجود هم تر اوسه د قام په وړاندې رانغلې.

ښاغلي نواز شریف پخپل ټویټر پیغام کې پوښتلي چې آیا قام ته دا حق شته چې وپوښتي چې دا ولې تر اوسه مخې ته رانغلې؟ هغه وویل، دا مسئله خو دومره مشکله نده چې ورباندې د یو څو ساعتو نه زیات وخت ولګیږي.

بله خوا وزیراعظم عمران خان هم یو ځل بیا په مخالفو ګوندونو سختې نیوکې کړي دي او ویلي یې دي چې کله دا خلک په بلېک مېل کولو کې پاته راغلل، نو دوی د پوځ او د استخباراتي ادارو د مشرانو په ضد خبرې پیل کړې.

ګېلګېت کې یوې دستورې ته پخپلې وینا کې وزیراعظم عمران خان وویل چې «غله او ډاکوان، د پوځ او آئی اېس آئی د مشرانو په ضد خبرې کوي، نو د دې مطلب دا دی چې زما د دې دواړو انتخاب، بالکل ټهیک و.»

وزیراعظم زیاته کړه، دا هرڅه ځکه کیږي چې ګني عمران خان دوی ته اېن آر او ورکړي، خو «زه ټول قام ته دا وایم چې عمران خان به کله هم دوی معاف نکړي.»

د مسلم لیګ ن ګوند غړي، ایاز صادق ته په ځواب کې د وزیراعظم وینا وه چې راتلونکو ورځو کې به خلک وویني چې د چا پښې رپیږي او د چا په تندي باندې خوله راځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG