لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نوازشریف د غدارۍ د مقدمې غبرګون کې د هغه ګوند وايي پخوا به غداران په مشرقي پاکستان کې وو


دپاکستان دپوځ اؤ ریاستي ادارو د بدناموولو په تور د پخواني وزیراعظم میا نوازشریف، دهغه دلور مریم صفدر اؤ دهغه دګوند پاکستان مسلم لیګ(نواز)دیو شمیر نورو مشرانو په ضد دغدارۍ مقدمې درج کړل شوي دي چې د نواز شریف پارتۍ رد کړي او د حزب اختلاف یو رهنما ویلي داسې ډول مقدمې د یو سیاسي کارکن دپاره د اعزاز خبره وي.

څېړونکي وايي په پاکستان کې د سیاسي مخالفینو په ضد د غدارۍ مقدمې د وسلې په ډول استعمال شوي دي او دغه روایت "په نام نهاد" جمهوري حکومتونو کې هم ختم نه شو.

دنوازشریف اؤ نورو مسلم لیګي مشرانو په ضد دغدارۍ په مقدمه درج کیدو خپل غبرګون کې دمسلم لیګ نواز ګوند یو مرکزي مشر احسن اقبال ویلي وړومبی په ختیز پاکستان کې غداران جوړ کړی شول، بیا په بلوجستان،سندهـ اؤ خیبر پښتونخوا کې اؤ اوس په پنجاب کې هم ریاست دغدارۍ مقدمې جوړې کړې .

په ټوئټر احسن اقبال لیکلي دي چې “دخوند خبره خو دا ده چې په تازه پېښه کې درې ریټائر فوځي جرنیلان هم غدار ګرځول شوي، ښکاري داسې چې دحماقتونو نه اوس خبره ډيره لرې وتلې ده ، ټول پاکستان غدار دی اؤ یوازې یو تن په وطن مئین “

د وي او ای ډیوه خبریال احسان محمد خان په خپل رپورټ کې وايي په نواز شریف د غدارۍ د مقدمې په اړه د پاکستان پېپلز پارټۍ ترجمان مصطفا نواز کهوکر وویل چې د سیاسي کارکوونکو دپاره دا ډول مقدمې د اعزاز یا د افتخار خبره وي.

دخالي په ورځ د لاهور‌په شاهدره پولیس تاڼه کې د دبدر رشید په نوم دیو تن لخوا درج کړل شوي مقدمه کې تور لګول شوی چې نوازشریف دلندن څخه دپاکستان د ریاستي ادارو په ضد پاروونکي ویناګانې کړي چې موخه یې په نړۍ کې دپاکستان عدالتونه اؤ پوځ بدنامول دي.

مقدمه کې دا تور هم لګول شوی چې نوازشریف پخپلو دې کرکژنو ویناګانو دپاکستان ولس اؤ دخپل ګوند غړي د واکمنو ادارو په ضد بغاوت ته لمسوي اؤ دپاکستان سره دښمني کوي.

دمقدمې له مخې پخوانی وزیراعظم نوازشریف غواړي چې دحکومت په ضد خلک بغاوت ته اړ کړي تر څو هیواد کې وینې توئ اؤ اورونه بل شي چې ددې هرڅه ګټه دهغه ملګري اؤ د هند صدراعظم نریندر مودي ته رسیږي.

تر دې دمخه تیره اوونۍ د نوازشریف د زوم کیپټن صفدر په ضد هم دغدارۍ مقدمه درج کړل شوې وه.

په دې وروستیو کې لندن ته دعلاج دپاره تللي پخواني وزیراعظم نوازشریف پخپلو بیلا بیلو ویناکانو کې دهیواد پوځ اؤ استخباراتي ادارې سیاست کې په لاس وهنه تورنې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ هغه چې کله وزیراعظم ؤ نو د ایي ایس ایي مشر ورنه د استعفا غوښتنه کړې وه چې هغه نه وه منلې.

هغه دا هم ویلي وؤ چې ډیر یې د زغم لمن ونیوله خو هیواد کې نور دغلامۍ ژوند کولو ته غاړه نه ږدي.

دپاکستان پوځی ویاند د نوازشریف لخوا سیاست کې دلاس وهنې تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي چې پوځ په سیاست کې هیڅ کار نه لري.

په نواز شریف د مقدمې په اړه څېړونکی عبدالرحیم مروت وویل چې په پاکستان کې د حکومتونو د سیاسي مخالفینو د زوروولو دپاره د غدارۍ مقدمې د "هتیار" په توګه استعمال کړي دي او په مخالفینو د وطن دښمن او د غدارۍ الزامات لګوول شوي دي. هغه وویل دا ډول مقدمې نفرتونه راپاروي.

ښاغلي مروت وویل "پکار دا وه چې په نام نهاد جمهوري دورو کې دا ختم شوی وی خو نام نهاد جمهوري دورو کې هم دا ختم نشو."

سیاسي څیړونکی سردار یوسفزی وايي وړاندې به د سند او بلوچستان په سیاسي مشرانو د غدارۍ مقدمې لګول کېدلې خو اوس په د پنجاب په سیاسي مشر نواز شریف دا ډول مقدمې جوړه شوي دي.

هغه وویل کتنه به دا وي چې نواز شریف په دغه بیانیه ولاړ پاتې کېږي او که هغه دا بیانیه په قتي توګه د سیاسي ګټې دپاره استعمال کړې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG