لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وایي په همدې میاشت کې به د گرانۍ د کمولو په اړه غټې فېصلې وکړي


وزیر اعظم عمران خان ویلي چې اوړو، چیني (بورې) زیاتېدونکي نرخونو په اړه پلټنې پیلې شوې دي، قام دې مطمینه وي چې له ذمه دارانو څخه به حساب اخیستل کیږي او دوی ته به سزا ورکول کیږي.

د دوی د دغه بیان په عکس العمل کې د خلکو وینا ده چې وعدې ورسره ډېرې شوي، خو اوس په کار ده چې عملي گامونه پورته کړل شي او گراني کمه کړای شي.

وزیراعظم عمران خان د یو ټویټ له لارې ویلي چې د تنخوا داره طبقې په شمول، د ټول ولس په ستونزو پوه دی او د کابینې په راتلونکې غونډه کې به د گرانۍ په اړه د گامونو اعلان کوي.

وفاقي وزیر اسد عمر وویل: "تاسو به انشآ الله د فبرورۍ میاشت کې دننه دننه وگورئ چې وزیراعظم به غټې فېصلې وکړي چې له امله یې، دا گراني چې مخ پر زیاتېدو ده، ملا به یې ماته شي."

بل پلو ته د گرانۍ د کمولو په اړه د وزیراعظم په دغه بیان، د مخالفو گوندونو له اړخه هم سختې نیوکې مخې ته راغلي دي.

د مسلم لیگ ن گوند ویانده مریم اورنگزیب وایي چې "قام ته آسانتیاوې، په دې ترلاسه کېدی شي چې عمران خان خپل کور ته ولاړ شي. که هدف ولس ته آسانتیاوې ورکول دي، نو د جهانگیر ترین او د خسرو بختیار مېلونو تلاشي دې واخیستل شي چې خوراکي شیان یې ذخیره کړي دي."

د جمعیت علما اسلام ډلې مشر مولانا فضل الرحمن هم ویلي چې د ناکامه حکومت له سببه، هېواد د گرانۍ له بحران سره مخ دی. دوی به د ولس مایوسي په امید کې د بدلولو هڅه کوي.

دوی په لاهور کې له مطبوعاتو سره په خبرو کې د گرانۍ پر ضد د روانې میاشتې په ٢٣مه نېټه په کراچي کې د احتجاج، او د مارچ په لومړۍ نېټه په اسلام آباد کې د لویې غونډې اعلان هم وکړ.

بل طرف ته د گرانۍ د کمولو په اړه د وزیراعظم د اعلان په وړاندې، د ولس له اړخه هم سخت عکس العمل مخې ته راغلی دی. دوی وایي چې اعلانونه ډېر وشول، اوس په کار دی چې عملي کار وشي.

څرگنده دې وي چې تېره اونۍ د پاکستان د شماریاتو ادارې په یو رپوټ کې ویلي و چې د جنوري په میاشت کې د گرانۍ شرحه په دوولسو کلونو کې تر ټولو زیاته (٪١۴.٦) ته رسېدلې ده. تېر کال د ډسمبر په میاشت کې دغه شرحه (٪١٢.٦) وه چې د ادارې ترمخه، د غنمو، اوړو، چینې (بورې)، گوړې، او تېلو په قیمتونو کې د گرانۍ له سببه مخې ته راغلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG