لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د باجوړ په بريد افغانستان ته احتجاج کړی


له دي وړاندې هم د دواړو هيوادونو لخوا وخت په وخت په يو بل داسې تورونه پورې شوي چې په پوله ترهگر يوې خوا او بلې خوا ته اوړي راوړي .
له دي وړاندې هم د دواړو هيوادونو لخوا وخت په وخت په يو بل داسې تورونه پورې شوي چې په پوله ترهگر يوې خوا او بلې خوا ته اوړي راوړي .
د پاکستان حکومت د خالي په ورځ قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې د پولې د پورې مخ څخه د ترهگرۍ په بريد افغانستان ته احتجاج کړی ، ولې افغان چارواکو وئيلي چې د پاکستان ځواکونو د خالي په ورځ د پاکستان سره په پوله د پرتې کونړ صوبې په دانگام اولسوالۍ کې د هيلي کاپټرو د لارې گوله باري کړې ، چې پکې څلور ملکي وگړي وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي دي .
د خالي په ورځ د پاکستان چارواکو وئيلي ؤ ، چې د پاکستان او افغانستان په پوله پرتې قبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ کې د پولې د پورې مخ نه ترهگرو د امنيتي ځواکونو په چيک پوسته بريد کړی ، او په دغه بريد کې يو عسکر وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي وو .
د پاکستاني ځواکونو لخوا وئيل شوي ؤ ، چې ترهگر يې په شا تمبولي او په ترهگرو يې د گن شپ هيلي کاپټرو د لارې گوله باري کړې ده . د چارواکو لخوا په ځوابي کارروائۍ کې د ۱۶ ترهگرو د وژلو ادعا هم شوې وه .
د خالي په ماښام د پاکستان خارجه دفتر څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې په دغه بريد پلازمينه اسلام اباد کې د افغانستان ناظم الامور ته احتجاج شوی ، او په دغې اړه کابل کې پاکستاني سفيرد افغانستان خارجه وزارت سره هم خبره کړې ده .
د دفتر خارجه لخوا جاري شوي بيان کې هيله څرگند شوې چې افغان حکومت بايد د دغه بريدونو د مخ نيوي دپاره کوټلي گامونه واخلي . بيان کې زياته کړی شوې چې پاکستان د صبر کولو سره د گټوروخبرو دپاره د سازگار ماحول جوړولو هڅه کوي .
بل خوا ته د افغانستان د کونړ والي شجاع الملک جلاله وئيلي چې د خالي په ورځ پاکستاني ځواکونو د هيلي کاپټرو د لارې د دانگام په اولسوالۍ کې گوله باري او بريدونه کړي ، چې پکې څلور ملکي وگړي وژل شوي او د زنانؤ او ماشومانو په گډون ۱۰ نور کسان ژوبل شوي دي .
د راپورونو ترمخه جلاله د پاکستاني ځواکونو بريدونه غندلي او د پاکستان څخه غوښتي دي چې دغه بريدونه ودروي ، نوموړي وئيلي تيره اوونۍ هم په کونړ کې ۹۷۶ توغندي ويشتل شوي وو او په هغې کې پينځه ملکي وگړي وژل شوي او ۳۸ نور ژوبل شوي وو .
د کونړ والي وئيلي چې د پاکستاني ځواکونو په بريدونو يې صدارتي ماڼۍ ، د کورنو او دفاع وزاتونو ته خبر ورکړی دی .
خو د پاکستان دفتر خارجه وئيلي چې پاکستاني ځواکونو يواځي د ترهگرو په ضد فضايي عمليات کړي او په نخښه کړي يي دي .
له دي وړاندې هم د دواړو هيوادونو لخوا وخت په وخت په يو بل داسې تورونه پورې شوي چې په پوله ترهگر يوې خوا او بلې خوا ته اوړي راوړي .
څلور ورځې وړاندې د افغانستان د صدارتي ماڼۍ څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ؤ ، چې افغان صدر حامد کرزي د پاکستان وزيراعظم نوازشريف سره د پولې هغې مخ ته د کونړ صوبې په بيلابيلو سيمو کې د پاکستاني توپخانو په ډزو خبرې شوي او خپله اندېښنه يې ورته ښکاره کړې وه .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG