لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پوځ لخوا پر پښتنو مظاهره چیانو د ډزو په اړه د پاکستان سیاسي گوندونه څه وایي؟


د پاکستان غټو سیاسي گوندونو، د پښتنو د حقوقو پر فعالانو د پوځ وسله وال برید غندلی او د نننۍ پیښې په اړه یې سخته اندېښنه ښودلې ده.

د مسلم لیگ نواز گوند مخکښه غړې او د پخواني وزیراعظم لور، مریم نواز پر خپل ټویټر لیکلي چې د د هر پاکستاني ځان او د هغه وینه سپیڅلې ده. هغې خبرداری ورکړی چې پاکستان داخلي کړکیچ نشي زغملای. مریم نواز زیاته کړې: "آیا مونږ د احتجاجونو د ټکولو او د آوازونو د خپولو په بدل کې ډېر دروند قیمت نه دی ورکړی؟"

او بیا یې زیاته کړې: "که دواړه طرفه د پاکستان بچیان دي، نو د ریاست ټولو ادارو ته په کار ده چې له سیاسي او صحافتي ډلو سره ذمه دارانه کردار ادا کړي، کنه نو پاکستان ته به یو ځل بیا داسې زیان ورسیږي چې د تلافي کولو به نه وي."

د پاکستان د بل غټ سیاسي گوند (پیپلز پارټۍ) مشر بلاول بهټو زرداري هم پر پښتنو فعالانو باندې د پوځ د گولیو اورولو په هکله اندیښنه ښودلې ده. بلاول بهټو زرداري نن د سند صوبې په لړکانه ضلعې کې خبریالانو سره په خبرو کې، د پوځ پر روایت شک ښودلی او ویلي یې دي هغه نه پوهیږي د قامي اسمبلې غړی څنگه کولای شي د پوځ پر یو چېک پوسټ وسله وال برید وکړي؟

بلاول بهټو زرداري زیاته کړې چې د قبایلي ضلعو ځوانانو او سیاستمدارانو ته باید غوږ ونیول شي، د هغو سره مباحثه وشي، نه دا چې پر هغوی گولۍ واورول شي. هغه دا خبرداری هم ورکړی چې که د پښتنو فعالانو اندیښنو ته غوږ ونه نیول شي او هغوی وټکول شي، هسې نه چې مخکینۍ غمیزې تکرار شي. په دې کې بیا بلاول بهټو زرداري په پخوانیو پوځي آمریتونو کې په بنگال، کشمیر، بلوچستان او گلگیت بلتیستان کې د پوځ خونړیو کارنامو ته اشاره وکړه.

بل خوا د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشرانو پر ټولو پښتنو غږ کړی دی چې نن ماخوستن د تراویحو له لمانځه وروسته، "له بولانه بیا تر چتراله" په مظاهرو راووځي او د پوځ د نننۍ کړنې غندنه دې وکړي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ یو مخکښ غړي، سنیټر عثمان کاکړ، ډېوه ته وویل: "دا نن حمله چې د فاټا پر ولس او د پي ټي اېم پر مشرانو او کارکنانو باندې شوې ده، مونږ یې په کلکه غندنه کوو. دا د هغې پالیسۍ تسلسل دی کومه پالیسي چې د اسټبلشمنټ لخوا ده، د پنجاب د مقتدرو طبقاتو لخوا ده، صرفا" د پښتون نسل کشي چې دوی روانه کړې ده، د هغه په نتیجه کې په فاټا، خیبرپښتونخوا او جنوبي پښتونخوا کې اویا زره پښتانه شهیدان شوي دي. دا د هماغې نسل کشۍ پالیسي لړۍ ده."

د پښتنو لوی سیاسي گوند، عوامي نیشنل پارټۍ هم په شمالي وزیرستان کې پر پښتنو مظاهره کوونکو باندې د پوځ برید غندلی دی. د گوند مشر اسفندیار ولي خان د ملک د ټوټه کیدو امکان ته اشاره کړې ده او ویلي یې دي: "د جایزو حقونو دپاره رااوچت شوی آواز، حکمرانان وارخطا کړي دي، او په وارخطایۍ کې داسې فیصلې کوي چې له مخې یې ملک د ټوټه کېدو په طرف روان دی. په هیواد کې د پنجاب او پښتونخوا مظاهره چیانو ته بیل بیل قوانین موجود دي، په پنجاب کې مظاهره چیانو ته انعام ورکول کیږي، او پښتون مظاهره چیان په گولیو وژل کیږي."

اسفندیار ولي خان د پاکستان پر میډیا هم ټکونه کړي او ویلي یې دي چې رسنیو د دې پیښې په حواله منفي کردار ادا کړی او د پیښې دواړه اړخونه خلکو ته نه بیانوي.

د بلوڅانو له اړخه هم غبرگون راښکاره شوی. د بلوچستان نیشنل پارټۍ (بي اېن پي) مشر اختر مېنگل د پي ټي اېم پر کارکنانو باندې برید په سخته غندلی او لیکلي یې دي: "پر یو سوله ییزې مظاهرې حمله کول، په هیڅ ډول د منلو وړ نده. د هغو کسانو د ویرولو دپاره چې په سوله ییزې طریقې مظاهرې کوي، باید تشدد ونه کارول شي."

د قومي وطن پارټۍ مشر آفتاب احمد خان شېرپاو بیا په شمالي وزیرستان کې د نننۍ خونړۍ پیښې د رپوټونو په هکله اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي: "مونږ ته په کار ده چې د کړکیچ د له منځه وړلو او د لا زیات تشدد د مخنیوي په خاطر، فوري گامونه اوچت کړو. قومي وطن پارټي د دې پیښې په اړه د حقایقو روښانولو په خاطر، د پلټنو غوښتنه کوي."

که څه هم پوځ ویلي چې د وزیرستان په نننۍ پیښه کې د پي ټي اېم کارکنانو پر چېک پواینټ یرغل وروړی و او بیا پوځیانو پرې گولې وویشتلې، خو مظاهره چیان او د پي ټي اېم مشران وایي چې دوی سره وسله نه وه او په پرامنه احتجاج راوتلي و چې پوځ پرې ډزې وکړې او لسگونه تنه یې وویشتل.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG