لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د7.8 شدت زلزلې 34 کسان وژلي


 راپورونه وائي دزلزلې له امله دکوئټې څخه پاک ايران سرحدي سيمې تفتان اؤ پاک افغان پولې چمن پورې سيمې لړزيدلي دي
راپورونه وائي دزلزلې له امله دکوئټې څخه پاک ايران سرحدي سيمې تفتان اؤ پاک افغان پولې چمن پورې سيمې لړزيدلي دي
دپاک ايران پولې ترڅنگ دراغلې زلزلې له امله دپاکستان دبلوچستان صوبې په بيلا بيلو سيمو کې 34 کسان وژل شوي اؤ 80 نور ژوبل شوي دي.
ددغه زلزلې شدت 7.8ؤ چې دپاک ايران سرحدي سيمې سره نزدې راغلې ده.
پاکستاني چارواکو وئيلي دي چې په دغه زلزله کې 34 کسان وژل شوي اؤ يواځې دبلوچستان دوشوک ضلعې په مشکيل سيمه کې 80 کسان ژوبل شوي دي.
دزلزلې له امله په سلگونو کورونه هم راغورځيدلي چې ورسره په زلزله کې دوژل شوؤ کسانو دشميرې دسيوا کيدو انديښنه ده، دزلزلې جړقونو په لسگونو دوکانونه اؤدودانۍ تباه کړي.
د تازه راپورونوترمخه دوه پاکستاني پوځي هيلي کاپټرې مشکيل سيمې ته دامداد لپاره رسيدلي ، چې دغلته دپاکستاني پوځ ځوانان اوس په امدادي هلو ځلو کې بوخت دي.
دپاکستان په گڼو ښارونو، کوئټه، پشين، قلعه عبدالله ، چاغي، سبي، جعفراباد، کراچۍ، حيدراباد، بدين اؤ راولپينډۍ کې دزلزلې جړقونه محسوس کړل شوي دي.
راپورونه وائي دزلزلې له امله دکوئټې څخه پاک ايران سرحدي سيمې تفتان اؤ پاک افغان پولې چمن پورې سيمې لړزيدلي دي.
دسرښار پيښور پشمول دخيبرپښتونخوا په ډيره اسماعيل خان اؤ دوفاق تر انتظام لاندې قبائيلي سيمو کې هم ددغه زلزلې جړقونه محسوس کړل شوي.
دغه زلزله په نوي ډيلي ، دوبۍ اؤ بحرين کې هم محسوس کړل شوې.
بلخوا په ايران کې ددغه زلزلې له امله درامينځته شوې مرگ ژوبلې په اړه متضاد راپورونه دي، دايران يو گورنر وائي چې دزلزلې له امله کومه مرگ ژوبله نۀ ده رامينځته شوې.
دسيستان بلوچستان صوبې گورنر حاتم نروئي وائي چې له نيکه مرغه دزلزلې په نتيجه کې دمرگ اطلاع نۀ ده ترلاسه شوې.
خو دايران سرکاري ټي وي له دې وړاندې په دغه زلزله کې د40ؤ کسانو دمړينې خبر ورکړى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG