په پاکستان کې د ډیرې مودې نه د روژې او د اختر د میاشت په لېدو د عالمانو اختلافات را روان دي. د میاشت د لېدو دپاره په سرکاري کچه جوړه رویت هلال کمېټي او د خېبر پښتونخوا د یو نامتو عالم په جومات کې د ارغوی ولسې کمېټۍ ترمنځه د روژې او د اختر د میاشت په یو وخت په لیدو اتفاق نه راځي.
په دې سوب خېبر پښتونخوا او باقي پاکستان کې روژه او اختر په دبېلو بېلو ورځو کېیږي. سږ کال هم دغه اختلاف پرځای پاتې شو او د خیبرپښتونخوا عالمانو لکه د پخوا په شان د نور پاکستان نه یوه ورځ وړاندې د ژورې د میاشتې د لیدو او دا شان د گل د ورځې نه یې د روژې د نیولو اعلان وکړو.
پاکستان کې د روژې د میاشتې په سر د سرکاري او د ولسي عالمانو ترمنځه د اختلاف په موضوع د برطانيي په مشهور اخبار ډېلي ټېلېگراف کې د اخبار د اسلام اباد د نامه نگار بن فارمر یو رپورټ خپور شوی دی. د رپورټ سرخط دی "د پاکستان د حکومت د روژې د میاشتې د لیدو دپاره د ستورپوهانو (نجومیانو) د مقررولو فېصلې د پاکستان ملایان راپارولې دي."
د ډېلي ټېلگراف نامه نگار بن فارمر د خپل رپورټ په شروع کې لیلکي دي چې پاکستان کې د ساینس او ټیکنالوجۍ وزیز فواد چوهدري خپل یو بیان کې ویلي دي چې د پاکستان حکومت به ډیر زرد فلکیاتو او د موسمیاتو د ماهرانو یوه کمېټي د روژې او د اختر د میاشتو د راښکاره کېدو یا نه ښکاره کېدو د فیصلې دپاره مقرروي.
اخباري رپورټ وايي د وفاقي وزیر په دې بیان ملایان د وزیراعظم عمران خان د حکومت خلاف راپارېدلې دي. فواد چوهدري دا هم ویلي دي چې د ساینسدانانو او ستورپوهانو کومه ډله به چې حکومت جوړوي دا به د لسو کالو دپاره یو کېلېنډر (جنتري) تیاروي او بیا به روژه او اختر د دغې کېلېنډر په تاریخونو کولی شی.
د برطانيي د اخبار رپورټ نور وايي چې سږ کال هم په پاکستان کې عالمان د روژې د مېاشتې د ښکاره کېدو په سر دوه پړقه پاتې شول. سرکاري کمېټۍ د نهې، سه شنبې، د ورځې نه هرکله چې پېښور کې ناست او رویت هلال سره په لاره نه تلونکي نامتو عالم دین مفتي شهاب الدین پوپلزۍ د شهادتونو اخیستو وروسته د گل، دوشنبې، د ورځې نه د روژې اعلان کړی دی. د ډېلي ټېلېگراف نامه نگار بن فارمر خپل مضمون کې زیاتوي چې د ټېکنالوجۍ د او یاینس وزیر فواد چودهدري مجوزه پنځه کسیزه سرکاري کمېټۍ له ممران د پاکستان د خلايي تحقیق ادارې او د موسمیانو د محکمې نه د اخیستو اعلان کړی دی.
فواد چوهدري د پاکستان ډان اخبار سره یوه مرکه کې ویلي دي چې د ماهرانو د کمېټۍ د جوړیدو نه پس به د میاشتې د لیدو یا نه لیدو په سر هرکال راپورته کېدونکې لانجه غوڅه شي.
د فواد چوهدري په بیان باندې تر ټولو لومړی او زیات تاؤ سوخت د رویت هلال کمېټۍ مشر مفتي منیب الرحمان ښکاره کړی دی او فواد چوهدري ته یې سخت ځواب ورکړی دی چې د رویت هلال کمېټۍ ممبران خو د میاشتې د معلومولو دپاره هم ساینسي الات او اوزار استعمالوي. مفتي منیب الرحمان په فواد چوهدري الزام لگولی دی چې فواد چوهدري په مذهبي معاملو نه پوهېږي.
مفتي منیب الرحمان د پاکستان جیو ټېلي وژن سره خپله مرکه کې ویلي دې چې وزیراعظم ته یې ځواب لیږلی دی چې یوازې متعلقه وزیر ته دې په مذهبي معاملو دې د خبرو اجازت وي.
بلخوا فواد چوهدري دا خبره منلې ده چې د ساینسدانانو د کمېټۍ د جوړولو د ده د منصوبې به مخالفت کیږي. هغه زیاته کړه چې د ماهرانو کمېټي به کېلېنډر جوړوي او وفاقی حکومت به پرې امنه کوي. خو وفاقي وزیر دا هم ویلي دي چې څوک به هم د دغې کېلېنډر په زبردستۍ د منلو مجبورولی نشي.
د ډلې ټېلېگراف نامه نگار بن فارمر د خپل مضمون په اخېر کې لیکلې دي دی چې د سویلي نمرختېځې ایشیا اسلامي ملکونو انډونیشیا او ملیشیا کې او د مشرق وسطحا اسلامي ملکونو مصر، عراق او سعودي عرب کې روژه د گل، دوشنبې، د ورځې نه شروع شوېده.