لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیوزیلینډ ته په ماتې ورکولو پاکستان دیو ورځني کرکټ دپواینټونو په نړیوال فهرست کې اول مقام ته ورسېدو


دنیوزیلینډ کپتان ټام لیتھم تر ټولو زیاتې60 منډې جوړې کړې۔ مارک چیپ مین په 46، ډیرل مچل په34، ټام بلنډل په 23، وِل ینګ په 15 او جیمز نیشم په 11منډو جوړولو وتوانېدل
دنیوزیلینډ کپتان ټام لیتھم تر ټولو زیاتې60 منډې جوړې کړې۔ مارک چیپ مین په 46، ډیرل مچل په34، ټام بلنډل په 23، وِل ینګ په 15 او جیمز نیشم په 11منډو جوړولو وتوانېدل

دکرکټ دیو ورځنیو لوبو د لړۍ په څلورمه سیالۍکې پاکستان نیوزیلینډ ته په 102 منډو ماتې ورکړې ده اؤ دې سره یې دپواینټونو په نړیوال ټیبل یا فهرست کې پوزیشن اول نمبر ته رسیدلی دی.

دکراچۍ په نیشنل اسټیډیم کې ترسره شوې دې څلورمه سیالۍ کې دنیوزیلینډ ټوله لوبډله په 44م اوور کې په 232منډو وسوځیدله.

دنیوزیلینډ کپتان ټام لیتھم تر ټولو زیاتې60 منډې جوړې کړې۔ مارک چیپ مین په 46، ډیرل مچل په34، ټام بلنډل په 23، وِل ینګ په 15 او جیمز نیشم په 11منډو جوړولو وتوانېدل.

دپاکستان له لوري اسامه میر 4، محمد وسیم 3، حارث رؤف 2 اور شاهین شاہ اپریدي یو لوبغاړی وسوځولو.

په دې سیالۍ کې دنیوزیلینډ په بلنه پاکستان وړومبۍ توپ وهنه یا بیټنګ وکړو اؤ په ټاکلو 50 اوورونو کې یې د 6 لوبغاړو په تاوان 334 منډې جوړې کړې.

دپاکستان کپتان بابر اعظم دې سیالۍ کې دخپل کیرییر 18مه سلېزه جوړه کړه اؤ ټولې یې 107 منډې جوړې کړې.

همدا شان اغا سلمان 58، شان مسعود 44، افتخار احمد 28، محمد رضوان 24، فخر زمان 14،شاهین شاہ اپریدي 23 اور محمد حارث 17 منډې جوړې کړې.

دنیوزیلینډ میٹ هینري 3 اؤ بین لسټر او اِیش سودي 1، 1 لوبغاړی وسوځولو.

دنیوزیلینډ څخه په دې څلورمه سیالۍ کې دبریا ترلاسه کولو وروسته دپواینټونو په نړیوال ټیبل دپاکستان پواینټونه 113 ته رسېدلي چې دا په یو ورځني کرکټ کې دنړۍ اول پوزیشن دی اؤ تر دې وروسته اسټریلیا لوبډله په دویم اؤ دهند لوبډله په دریم نمبر ولاړه ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG