لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې ډيزل ‏‎1.77‎‏ روپۍ ارزان کړل شوي د پټرولو قيمت په ځای ساتل شوی ‏


د خزانې وزارت ویلي، په ملک کې د تېلو او ګېسو د انتظام ادارې (اوګرا) په سپارښتنه یې ډيزل ازران کړي دي
د خزانې وزارت ویلي، په ملک کې د تېلو او ګېسو د انتظام ادارې (اوګرا) په سپارښتنه یې ډيزل ازران کړي دي

د پاکستان د خزانې وزارت په ملک کې د تيلو د قيمتونو په اړه نوي اعلان کې د پټرول قيمت په ځای ساتل شوی او ډيزل ‏‎1.77‎‏ روپۍ ارزان کړل شوي ‏دي.‏

د خزانې وزارت ویلي، په ملک کې د تېلو او ګېسو د انتظام ادارې (اوګرا) په سپارښتنه یې ډيزل ازران کړي دي.‏

د تيلو په حواله د خزانې وزارت په اعلاميه کې ویل شوي، د پټرولو په بيعه کې هیڅ بدلون نه دی شوی، د يو ليټر پټرولو بيعه ‏‎279.75‎‏ روپۍ په ځای ساتل ‏شوې ده.‏

ډيزل ‏‎1.77‎‏ روپۍ ارزان کړل شوي او د يو ليټر ډيزلو نوی قيمت ‏‎285.56‎‏ روپۍ ټاکل شوی دی.‏

د خزانې وزارت ويلي، نوي قيمتونه به د خالي، شنبې، د ورځ (‎16‎مارچ) څخه عملي وي.‏

پاکستان کې هر ‏‎15‎‏ ورځې پس د تيلو نوي بيعې اعلانيږي.‏

له دې وړاندې د مارچ په لومړۍ نېټه پټرول څلور روپۍ او ‏‎13‎‏ پېسې ګران کړل شوي او د ډیزو بيعه په ځای ساتل شوې ده.‏

او د اتمې فرورۍ د عامو انتخاباتو پس د تېلو او ګېسو بيعې سېوا کړل شوې وې ، يو ليټر ډيزل اته روپۍ ‏‎37‎پېسې او پټرول دوه روپۍ او ‏‎37‎پېسې ګران ‏کړل شوي ‏وو. دغه رنګ د ګېسو قيمتونه ‏‎67‎‏ فيصده زيات کړل شوي وو.‏

او له دغې مخکې په لومړۍ فرورۍ نګران حکومت هم هیواد کې د تېلو بیعې لوړې کړې او د یو لیټر پټرولو په نرخ کې یې 13 روپۍ ‏او 55 پیسې زیاتوالی ‏اعلان کړی وو.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG