لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له افغانستان څخه د وزیرستاني کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر ځنډېدلی


پاکستاني چارواکو له افغانستان څخه د شمالی وزیرستان د کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر تر یوې نامعلومې نېټې پورې ځنډولی دی.

له افغانستان څخه د شمالي وزیرستان د کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ د تېرې فیبروۍ د میاشتې له ۲۶ نېټې څخه پیل شوې وه او حکومتي چارواکو ژمنه کړې وه چې پدې پړاو کې به ۴۳۲۹ کورنۍ بیرته خپلو سیمو ته ستنې شي.

په قبایلي سیمو کې د طبعي ستونزو پر وخت له خلکو سره د مرستې ادارې (اف ډی ام اې) ویلي، که څه هم د کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر دامهال ځنډول شوی خو تر اوسه پورې ۲۰۵۸ کورنۍ د غلام خان د بندر له لیارې د بنو باکه خیلو ته انتقال شویدي.

د انتظامیې یو چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ډیوه ته وویل، د وزیرستاني کډوالو د بېرته ستنېدو پړاو یې وروسته له هاغې ځنډولی چې له افغانستان څخه د راتلونکو کورنیو شمېر ډیر کم شوی و.

په افغانستان کې مېشت د شمالي وزیرستان د کډوالو د شورا یو غړي مولا جان ډیوه ته ویلي، دوی د غلام خان پرځای په لنډو لارو لکه د انګور اډې له لیارې غواړي له خپل سامان او موټرو سره خپلو سیمو ته ولاړ شي.

(له مونږ څخه غوښتل کېږی چې ټول په خوست کې د کډوالو د ګلان نومي کمپ ته ولاړ شو چې مونږ دغه کرایه هم نه لرو او که بیا ولاړ هم شو نو هلته مونږ ته د واپسۍ لپاره ټاکلې نېټه نه راکوي او راته وایي چې دلته په کمپ کې اوسېږئ ترڅو مو نمبر راشي او کیدای شي دا میاشتې او کلونه ونیسي.)

د اف ډی ام اې ویاند احسان داوړ وايي، د بنو د باکخیلو په کمپ کې د بنیادي اسانتیاوې نشتوالی دی او تر څو چې له دغه کمپ څخه د کډوالو واپسي نه وې شوي نو دا مرحله به له ځنډ سره مخامخ وي.

(د باکخیلو په کمپ کې ستونزې ډیرې دي، خیمې نشته، کمپلې نشته او نورې لومړنۍ اسانتیاوې هم کډوالو ته نه دي برابرې شوې.)

له شمالي وزیرستان څخه د ۲۰۱۴ کال پوځي عملیاتو پرمهال په لکونو خلک د خپلو سیمو پرېښودلو ته مجبوره شوي وو چې شاخوا شل زره یې افغانستان ته کډه شوي وه.

له دغو شلو زرو څخه تر اوسه نږدې شپږ زره بېرته خپلو سیمو ته تللي او پاتې یې اوس هم د افغانستان په خوست، پکتیکا او یو شمېر نورو سیمو کې د کډوالۍ ژوند تېروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG