لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دې مذهبي آزادۍ له اړخه د ځانګړې اندېښنې وړ هېواد وګڼل شي – د یوې کمیټې سپارښتنه


د امریکا د مذهبي آزادۍ نړېوال کمېشن پخپل کلني راپور کې د پاکستان په شمول د نړۍ څوارلسو هېوادونو په اړه د امریکا خارجه وزارت ته وړانديز کړی تر څو چې ځانګړې اندېښنې وړ هېوادونو په توګه دې وپېژندلی شي، ځکه چې د دې ملکونو د حکومتونو پالیسۍ په منظمه توګه، نامناسبو سرغړونو کې ښکېل دي.

په راپور کې ویل شوي چې په پاکستان کې لشکر طیبه، لشکر جهنګوي، د داعش صوبه خراسان ډله، او تحریک طالبان پاکستان د مذهبي اقلیتونو پلویانو ته مستقیمې خطرې پېښې کړي دي. په راپور کې دا هم ویل شوي چې په پاکستان کې هندي جنکۍ په زوره مسلمان ګرځول کیږي.

خو تر اوسه د امریکا د باندنیو چارو وزارت د دې راپور په سپارښتنو عمل ندی کړی او پاکستان هم تر اوسه دې ته څه جواب ندی ویلی. خو پاکستان په دې وروستیو کې وخت په وخت ویلي په هېواد کې اقلیتونو یا غیرمسلمانانو ته پوره مذهبي آزادي ترلاسه ده.

په پاکستان کې د پېښور هائیکورټ پخوانی چیف جسټس او د بشري حقونو اېچ آر سي پي مشر شیر محمد وایي د دغه رپوټ مکمل تائید کوي ځکه چې دلته په حکومتي کچه او په عامه کچه هم د نورو خلکو پر خلاف د مذهب ناجایز استعمال کیږي.

د پېښور د اعلی عدالت پخواني چیف جسټس شیر محمد وي او اې ډیوه ته وویل: "دلته کې په انفرادي توګه هم او په اجتماعي توګه باندې هم، او د ریاست د غاړې هم او د عام انسانانو پخپلې سطحې هم د چا چې څومره وس کیږي نو د نورو خلکو په خلاف د مذهب ناجایز استعمال ترسره کیږي چې په هغې کې ډېر زیات مثالونه چې دي، هغه مثلاْ دا د کروناوایرس مسئله ده. د مذهب په حواله باندې چې کوم دا د توهین رسالت کېسونه دي، نو هغه په پاکستان کې، زما په خیال، د نورو ملکونو په مقابله کې ډېر زیات درج کیږي او حتی اکثر کېسونه داسې دي هغې کې چې دا د آسیه بي بي کېس چې کوم دی، د سپریم کورټ رپوټ شوی کېس دی. هغې نه دا معلومیږي چې خپل یو معمولي غوندې اختلافاتو په وجه باندې خلکو د مذهب ناجایز استعمال وکړ او هغه زنانه ډیر کلونه په جېلونو کې پاتې شوه بیا ولاړه او ملک یې پرېښوده."

جسټس شیرمحمد وایي په هېواد کې چې د مذهبي آزادیو اړوند کوم قوانین جوړیږي، هغه هم ډېر زیات کمزوري وي او د مذهبي آزادیو سرغړونې ته لاره هواروي. هغه زیاتوي: "قوانین هم چې جوړ شوي دي، هغه د مذهب د استعمال دپاره جوړ شوي دي. د مثال په ډول دا د بلاسفیمي مسئله چې جوړه شوې وه، د دې لپاره د پاکستان په آئین کې په پېنل کوډ کې ترمیم شوی دی. د هغه ترمیم دپاره دوی تر اوسه طریقه کار زده نه کړ. حال دا چې ډېر ځله تجویزونه ورکړل شوي دي چې د دې قسم الزام دپاره د تفتیش یوه عمله په کار ده چې غیرجانبدار وي، تعلیم یافته وي، پوهه وي، او حقیقت معلوم کړي. نو اوس چې په چا دا الزام ولګیږي، خلک هم یریږي، پولیس والا هم يریږي، ادارې هم یریږي. عدالتونه هم دا جرأت نشي کولی چې په چا دا الزام ولګیږي، هغه ترې لیرې کړي."

په راپور کې ایران، شمالي کوریا، روس، چین، شام او ویټنام په شمول، په لومړي ځل هند هم شامل کړی شوی او د بدترینه سرغړوونکو هېوادونو په لېست کې اچول شوي دي. په راپور کې ویل شوي دي چې چين اوه لکه مسلمانان په کېمپونو کې بند کړي دي، هند چې په حکومتي پالیسیو کې مذهبي اقلیتونه په نخښه کړي، او روس کې د عیسایانو په یوې ډلې پلویانو چاپې او بریدونه کیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG