لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا وایرس د دوو نورو پېښو پخلی شوی


د پاکستان وزیراعظم د صحت سلاحکار ډاکټر ظفر مرزا نن په اسلام اباد کې یو خبري کانفرنس ته د وینا په وخت پخلی کړی چې په هیواد کې د کرونا وایرس نه د اغیزمنو شوو دوو نورو تنانو پخلی شوی چې ورسره په پاکستان کې د یاد وایرس نه د اغیزمنو کسانو شمیره څلورو ته ورسیدله.

په سرښار کې د خبري غونډې په مهال ډاکټر ظفر مرزا زیاته کړې چې د کرونا وایرس نه متاثر شوو لومړو دوو کسانو درملنه روانه ده او په دغو کې به یو ډیر زر د هسپتال نه خوشی کړل شي.

نوموړي په خبري کانفرنس کې د وینا په مهال په خلکو غږ کړی چې د کرونا وایرس د لاسه د ویریدلو پرځاې دې د ذمه وارۍ نه کار واخلي چې د دغه وایرس مخنیوی وشي.

د نوموړي په وینا په تازه دوو کسانو کې یو تن په کراچۍ او بل په وفاقي سیمه کې رپورټ شوی. نوموړي زیاته کړې دا مهال په ګرده نړۍ کې ۵۷ هیوادونو کې د کرونا وایرس پېښې رپورټ شوي چې پکې پاکستان هم شامل دی. نوموړي ویلي د پاکستان حکومت د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره پوره ګامونه پورته کړي او په هوايي ډګرونو یا اېیرپورټونو مو ځانګړې مرکزونه جوړ کړي دي.

یاده دې وي چې د شورو په ورځ (فرورۍ ۲۶مه) ډاکټر ظفر مرزا ویلي وو چې په پاکستان کې دوه کسان کرونا وایرس وهلې او دواړه ناروغان په نژدې ورځو کې د ایران نه پاکستان ته ستانه شوي دي.

بلخوا، د ایران سره په پوله بلوچستان صوبه کې حکومت د مارچ د ١٥ نېټې پورې د تعلیمي ادارو د بندولو اعلان وکړو. ډاکټر ظفر مرزا وویل په پاکستان کې د کرونا دواړو مریضانو په تېرو ١۴ ورځو کې د ایران سفر کړی و.

ډاکټر ظفر مرزا د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان ترڅنگ خبري غونډې ته وویلي وو، هغه کسان چې په نژدې ورځو کې د چین او یا د ایران د سفر نه ستانه شوي باید چې ځان ډاکټر ته وښايي. هغه وویل هغه خلک چې تبه لري یا په بدن کې درد لري هغوي دې هم خپله طبي معاینه وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG