د پاکستان د خزانې وزير محمد اورنګزېب تمه څرګنده کړې، چې د روان مالي کال 2023/24 اخره پورې به د پاکستان غېر ملکي زر مبادله ذخيره لس اربه ډالرو ته ورسيږي.
نوموړي په اسلام اباد کې يوې غونډې ته په وينا کې دا خبره په داسې وخت کې کړې چې د پاکستان حکومت نړیوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) ته د نورې قرضې يا پور خواست کړی دی.
اورنګزېب په اسلام اباد کې د [پرمختيا دپاره مرستو] د سرخط لاندې جوړې غونډې ته په وينا کې ویلي، د نړيوالې مالياتي ادارې نه به درېم قسط زر ترلاسه شي.
هغه ويلي د پاکستان د ونډو بازار په ريکارډ کچه په بره تللی، او په غېر ملکي زر مبادله ذخيره کې د مارکیټ د فعاليتونو له امله اضافه شوې ده.
نوموړي زياته کړې، د کرکيلې په برخه کې پينځه فيصده اضافه کيږي، او روان کال د فصلونو پيداوار هم سېوا شوی دی.
د خزانې د وزير په خبره، که غواړو چې اقتصاد پياوړی شي، نو په ټېکس يا ماليه کې به اضافه کول وي. هغه ويلي، په ملک دننه د علاقايي هيوادونو په مقابله کې د ماليې شرحه تر ټولو کمه نخښه فيصده ده. او د توانايۍ د تاوان کمولو په برخه کې اصلاحاتو ته اړتیا ده.
محمد اورنګزېب ويلي، حکومت د ګرانۍ قابو کولو دپاره او د ټولنې کمزورې طبقې سره د ښېکړې دپاره اقدامات کوي.
هغه زياته کړې، نړيوالې مالياتي ادارې ته یې د اوږدې مودې پور دپاره خواست کړی دی، حکومت غواړي چې غټ اقتصاد ته ثبات ترلاسه شي، بله دا چې د ملک دننه اصلاحات عملي کړل شي.
هغه تمه څرګنده کړې، روان مالي کال به د ګرانۍ شرحه 24 فيصده وي او مالياتي خساره به په خپل حد کې پاتې شي.
د پاکستان مرکزي بېنک [سټېټ بېنک] ويلي، روان مالي کال د پاکستان کرنټ اکاونټ خساره 50کروړه او 80 لکه ډالرو ته راټيټه شوې ده، تېر مالي کال هم په دې موده کرنټ اکاونټ خساره څلور اربه او 50 کروړ ډالره وه.
د سټېټ بېنک د شمېرو ترمخه، د روان کال 2024 د مارچ په میاشت کې کرنټ اکاونټ خساره 61 کروړه 90 لکه ډالره ريکارډ کړل شوې وه.
د بېنک ترمخه، د تېر کال 2023 په مارچ کې کرنټ اکاونټ خساره 53 کروړه او 70لکه ډالره ریکارډ کړل شوې وه.
Forum