پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن (اېچ ار سي پي) د پنجاب صوبې په "منډي بهاوالدين ضلع کې د احمدي لږکیو د دوو کسانو وژنه په کلکه غندلې او ويلي یې دي، په ځانګړي ډول دا د اندېښنې وړ ده چې د دغه حملې ملزم د مدرسې يو کم عمره زده کوونکی وو".
د احمديانو د وژنو پېښې د خالي- شنبې په ورځ شوې، پوليس او احمدي مشرانو ويلي وو د وژل شوو يو تن عمر 60 کاله او بل 30 کلن وو.
اېچ ار سي پي په اېکس (پخواني ټویټر) پوسټ کې ویلي، "په مبينه توګه حمله کوونکي ويلي هغه د عقيدې په بنياد دغه قدم پورته کړی دی".
د بشري حقونو کمېشن زياته کړې، "احمدي ورورولۍ بيا بيا په ګوته کړې چې توندروه بيانونه ځايي ځوانان بنياد پرسته کوي خو افسوس چې د دوی اندېښنې د پامه غورځول شوي دي".
اېچ ار سي پي غوښتنه کړې، "رياست له د مبينه مجرم خلاف پرېکنده کارروايي پکار ده او د کرکې د ډکو ويناګانو سره دې د عقيدي په بنياد تشدد ته د هوا ورکولو د زمه وارو سره حساب وکړل شي".
د پاکستان پنجاب صوبه کې په وروستيو کې د تشدد دغه ډول پېښې سېوا شوي دي.
د منډي بهاوالدين ضلعې پوليس مشر مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي، د خالي د ورځې د وژنو پلټنې یې پيل کړي او يو مشکوک حمله کوونکی یې نيولی دی.
د يادو پېښو زمه واري په سمدستي توګه چا نه ده منلې خو احمدي ټولنه تور لګوي چې ښی اړخه مذهبي ګوند تحریک لبېک پاکستان يا ټي اېل پي خپل پلويان په احمديانو او د دوی د عبادت په ځايونو حملو پله پاروي.
د ټي اېل پي مشران په مستقله توګه په خپلو لاريونونو او غونډو کې د احمديانو ضد دسپکاوي ژبه کاروي، او د توهين په سر یې د وژلو غږ کوي.
احمدیان ځان مسلمانان ګڼي، خو د پاکستان پارلیمان په کال 1974 کې احمديان غېر مسلمه ګرځولي او په کال 1984 کې په قوانينو کې د بدلون د لارې ويل شوي چې احمديان به ځان بلواسطه يا بلاواسطه مسلمانان نه ظاهروي. ياده لږکۍ په پاکستان کې په عامه توګه د خپلې عقيدې يا تبليع او عبادت د ځايونو څخه هم منع کړل شوې ده.
په سويلي اسيايي هيوادونو اکثره نیوکې کيږي چې دوی د عيسايانو په ګډون د خپلو لږکيو پرضد د جرمونو مخنيوي دپاره پوره اقدامات نه کوي.
تېره مياشت هم د پنجاب په سرګودها سيمه کې پارېدلي مظاهره چيان د عيسايانو په مجاهد کالونۍ ورغلي د قران د سپکاوي په تور په نزير مسيح نومې عيسايي وګړي د چاکوانو او لرګيو ګوزارونه او تشدد کړی، او دغه تن بيا نهه ورځې وروسته ژوند د لاسه ورکړی وو.
د نذير مسيح کورنۍ په هغه د مذهب د سپکاوي تورونه رد کړي وو.
پاکستان کې د مذهب د سپکاوي مسله انتهايي حساسه ګڼل کيږي، او د قران او اسلامي عقيدې د سپکاوي سزا مرګ دی خو تراوسه پورې چاته دغه سزا نه ده ورکړل شوې.
Forum