لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د ایران خارجه وزیر به اینده هفته د اسلام اباد دوره کوي


د جمعې په ورځ د پاکستان خارجه وزارت وویل چې جېلاني د عبداللهیان سره په ټېلې فون خبرې وکړې، دواړه وزیران متفق شول چې تاوتریخوالی به ختم کړي، سفارتي تعلقات به بحال کړي او د دواړو خارجه وزیران به د یو بل ملکونو ته دورې وکړي
د جمعې په ورځ د پاکستان خارجه وزارت وویل چې جېلاني د عبداللهیان سره په ټېلې فون خبرې وکړې، دواړه وزیران متفق شول چې تاوتریخوالی به ختم کړي، سفارتي تعلقات به بحال کړي او د دواړو خارجه وزیران به د یو بل ملکونو ته دورې وکړي

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان به د جنورۍ په ۲۹ نېټه د پاکستان دوره کوي. دا خبره د پاکستان خارجه وزارت کړې ده.

د ایران سرکاري خبري ادارې ایرنا وویل عبداللهیان د خپل پاکستاني هم منصب جلیل عباس جیلاني د دواړو ملکونو تاوتریخوالی د ختمولو په اړه خبرې هم وکړې.

د پاکستان خارجه وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل دواړه خارجه وزیران په دې هم متفق شول چې د دواړو ملکونو سفیران به هم د جنورۍ په ۲۶ نېټه د یو بل ملکونو ته ستانه شي.

د پاکستان او ایران تعلقات پس له دې د تاوتریخوالي ښکار شول چې ایران تېره هفته وویل ځواکونو يې د پاکستان په پنجګور سیمه کې د جېش العدل نومې وسله والې ډلې دوه مرکزونه په ډرون او مزایلو وويشتل. پاکستان د ایراني د حملې غندنه وکړه او ویې وېل په حمله کې دوه ماشومان ووژل شوو او ګڼ شمېر نور ملکي کسان زخمیان شول.

د ایراني حملې نه یوه ورځ وروسته، پاکستان اعلان وکړو چې ایران نه خپل سفیر ستنوي او په اسلام اباد کې ایراني سفیر ته یې ملک نه د وتلو امر کړی دی.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ پاکستان وویل په "مرګ برسرمچار" عملیاتو کې یې د ایران په خاوره د ترهګرو پټن ځایونه وېشتلي دي. ایران وویل د پاکستان په حملو کې نهه غېر ملکیان وژل شوي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي.

د ایران او پاکستان ترمنځ شخړې راپورته کېدو په نړیواله کچه د تشویش اظهار شوی و او د دواړو ملکونو نه غوښتنه شوې وه چې د زغم نه کار واخلي.

د جمعې په ورځ د پاکستان خارجه وزارت وویل چې جېلاني د عبداللهیان سره په ټېلې فون خبرې وکړې، دواړه وزیران متفق شول چې تاوتریخوالی به ختم کړي، سفارتي تعلقات به بحال کړي او د دواړو خارجه وزیران به د یو بل ملکونو ته دورې وکړي.

ایران او پاکستان قریباً 900 کلومېټر مشترک سرحد لري او د دواړو ملکونو په سرحدي سیمو کې د کلونو راهسې بېلتون خوښتونکي ډلې او سمګلران فعالیتونه لري. دواړه ملکونه په یو بل دا الزام هم لګوي چې په پوله د امنیت مناسب انتظام نه کوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG