لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو بندیزونه،خو حکومت وایي دانټرنیټ کاروونکو شمېره زیاته شوې


څېړونکي که يو خوا د اضافې دا رجحان د ډاډ وړ ګرځوي نو ورسره سم وايي چې په دې موده کې دانټرنيټ په استعمال بندېزونه او سنسرشپ هم سېوا شوی دی
څېړونکي که يو خوا د اضافې دا رجحان د ډاډ وړ ګرځوي نو ورسره سم وايي چې په دې موده کې دانټرنيټ په استعمال بندېزونه او سنسرشپ هم سېوا شوی دی

پاکستان کې دمخباراتو دولتي ادارې (پي ټي ای) په يو رپورټ کې ويلي چې په هېواد کې د تېر مالي کال 2020م په مهال د انټرنيټ د کارونکو شمېره د نهه کروړه او 10ؤ لکو نه اوړېدلې ده او دې سره په ډېجټل اقتصاد کې هم بې کچه اضافه شوې .

خو څېړونکي که يو خوا د اضافې دا رجحان د ډاډ وړ ګرځوي نو ورسره سم وايي چې په دې موده کې دانټرنيټ په استعمال بندېزونه او سنسرشپ هم سېوا شوی دی.

په عین حال کې د پاکستاني ورځپاڼو د مديرانو تنظیم (سي پي این ایي) وايي چې کال 2020م کې د خبريالانو د تښتولو او ځورؤلو پېښې هم رامينځ ته شوې دي او تېر کال لږ تر لږه 10 صحافيان وژل شوي هم دى.

دکال 2020م پخپل رپورټ کې پاکستان ټيلي کیمونیکشن اتهارټۍ ویلي چې دمالي کال 2020م په مهال دبراډ بینډ انټرنیټ په ترلاسه کولو کې ۱۷فیصدي اضافه مخې ته راغلې ده اؤ له دې وړاند تیرکال داکتوبر میاشت کې د براډ بینډ انټرنیټ دکاروونکو شمیره نهه کروړه اؤ 10ؤ لکو نه اوښتې وه.

رپورټ کې راغلي چې د برانډ بیند انټرنیټ کاروونکو په شمیره کې داضافې ترڅنګ دفورجي انټرنیټ په کارؤلو کې هم تر 60 ؤ فیصدو اضافه شوې ده.

د رپورټ له مخې د انټرنیټ دفور جي اؤ تهري جي خدماتو د ودې له کبله مالي کال 2020م کې د ډیټا په استعمال کې هم 77 فیصدي اضافه لیدل شوې ده خو څېړونکي وایي که پر دغه مهال یو خوا دانټرنیت په کارولو کې اضافه شوې ده نو ورسره سم ډیجیټیل اړخونو یا فورمونو اؤ موادو ته په لاس رسي هم بندیزونه سیوا شوي دي.

دپاکستان دمخابراتو دملي ادارې دشمیرو تر مخه کال 2019م اؤ 20۰ م کې دغه ادارې 27 زره اؤ 986 انلاین موادو ته لاس رسی ختم کړی چې پکې اته زره ،161د کرکې ډک بیانونه ، 6900د اسلام په شان کې دسپکاوي،اؤ 5053 یو ار ایلې یا لنکونه دپاکستان د دفاع پسر تړل شوي دي.

اسلام اباد کې د انټرنیټ دصارفینو دپاره دکارکوونکې ادارې بائټس فار ال فعال هارون بلوچ وي او ای ډيوه ته ویلي پاکستان کې دانټرنیټ په کاروونکو کې اضافه ډاډمن رجحان ښایي خو هغه وایي چې د انټرنیټ د ریګولیټ کولو یا دقاعدو په اساس دکارؤلو په نوم سنسر شپ هم سیوا شوی دی.

نوموړی وایي دنن څخه پینځه کاله وړاندې چې پاکستان کې کومې ویب پاڼې بندې وې دهغې شمیره دڅلورو لکو څخه زیاته وه خو نن دا شمیره نهو لکو نه اوښتې ده اؤ دا ښایي چې په انټرنیټ هم سنسر شپ دخطرناک حد پورې زیات شوی دی.

په عین حال کې په پاکستان کې دورځپاڼو دمدیرانو داتحادیې لخوا د کال2020م په رپورټ کې ویل شوي چې په دغه کال د رایې څرګندونو په اړه خبریالانو ته نوي اؤ بیلابیل چیلنجونه مخې ته راغلي دي.

رپورټ زیاتوي چې کال 2020م کې دبیلابیلو ریاستي اؤ دولتي ګامونو له امله یو شمیر خبریالان تر ټولو زیات په نخښه کړل شوي اؤ په دغه کال لږ تر لږه 10خبریالان وژل شوي هم دي.

اسلا م اباد کې میشت خبریال حنیف الرحمان وایي مخکې هم پاکستان کې دمیډیا د ازادۍ وضعیت ډیر ډاډمن نه ؤ خو دکله نه چې هیواد کې د پي ‌ټي ایي حکومت جوړ شوی نو دهغې راپدیخوا دمیډیا په ضد ګامونه د نورو وختونو په پرتله په جار پورته کړل کیږي.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي په دې وروستیو کې دلته په خبریالانو باقاعده مقدمې جوړې کړل شوي اؤ‌ځېنې خبریالانو ته ویل کیږي چې هغوئ به پخپلو پروګرامونو کې څه رقم خبرې کوي اؤ کوم رقم به نه کوي؟

دمدیرانو داتحادیې سي پي این ایي په رپورټ کې دا هم ویل شوي چې دخبریالانو په ضد کال 2020م کې نه یوازې مقدمې درج کړل شوي بلکې دخبریالانو د ځورولو اؤ‌ تښتولو پېښې هم مخې ته راغلي دي.

پاکستان کې دخبریالانو دمرکزي اتحادیې عمومی سکتر ناصر زیدي وایي هغه پاکستان کې دمیډيا د ازادۍ په اړوند مایوسه دی.

ډيوه سره خبرو کې نوموړي ویلي په بلوچستان،پخوانۍ فاټا اؤ دسندهـ صوبې په منځ سیمو کې د ریاستي ادارو دخوښې نه پرته خبریالان رپورټنګ نه شي کولی.

دپاکستان حکومت دمیډیا په ازادۍ دبندیزونو رپورټونه په کلکه ردوي اؤ په دې وروستیو کې دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز کراچۍ کې خبریالانو ته ویلي وؤ چې دستور کې د رایې د څرګندولو کومه ازادي ورکړل شوې حکومت په هغې بشپړ باور لري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG