لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سپريم کورټ به نن بيا د پي ټي آی د بېټ په نخښه اورېدنه کوي


د سپريم کورټ د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د ججانو درې کسيزه ډلې (بنچ) د جمعې په ورځ د مقدمې اورېدنه کړې ده
د سپريم کورټ د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د ججانو درې کسيزه ډلې (بنچ) د جمعې په ورځ د مقدمې اورېدنه کړې ده

د پاکستان سپريم کورټ د خالي/ شنبې په ورځ بيا د پاکستان تحریک انصاف ګوند د انتخابي نخښې (بېټ) په اړه اورېدنه کوي. مقدمه د جمعې په ورځ شروع شوې ده.

د سپريم کورټ د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د ججانو درې کسيزه ډلې (بنچ) د جمعې په ورځ د مقدمې اورېدنه کړې ده.

ويل شوي اورېدنه به نن د خالي/ شنبې په ورځ سهار په لس بجې بيا پېل کيږي.

عدالت ته د پاکستان د الېکشن کمېشن وکیلانو او د پاکستان تحریک انصاف وکيلانو د پي ټي آی د ګوند په کچه انتخاباتو، لاهور او پېښور هايکورټ ته د خواستونو په اړوند خپل خپل دلايل وړاندې کړي دي.

د اوږدې اورېدنې او بحثونو وروسته عدالت ويلي که د پاکستان تحريک انصاف ګوند انتخابات سم نه وي شوي پي ټي آی به یې نتيجې ترلاسه کيږي.

دوه ورځې وړاندې پېښور هايکورټ د پاکستان د الېکشن کمېشن فېصله معطل کړې او تحریک انصاف ګوند (پي ټي آی) ته یې د بېټ انتخابي نخښه واپس کړې وه.

الېکشن کمېشن د پېښور هايکورټ فېصله په سپريم کورټ کې چېلنج کړې وه.

په درېمه جنورۍ هم د پېښور هايکورټ د پاکستان الېکشن کمېشن د تحریک انصاف ګوند (پي ټي آی) نه د "بېټ" انتخابي نخښې بيرته اخستو د الېکشن کمېشن فېصله بيرته بحال کړې وه.

په 26م دسمبر د پېښور هايکورټ د پاکستان تحریک انصاف ګوند نه د "بېټ" د نخښې بيرته اخستو د الېکشن کمېشن فېصله معطل کړې وه.

له دغې درې ورځې وړاندې د پاکستان الېکشن کمېشن د تحریک انصاف ګوند د پارټۍ په کچه (انټرا پارټي) شوي انتخابات رد کړي او یاد ګوند څخه په راتلونکو انتخاباتو کې د "بېټ" انتخابي نخښه بیرته اخستل شوې وه.

د پاکستان د الېکشن کمېشن مشر (چيف الېکشن کمېشنر) سکندر سلطان راجه په مشرۍ پينځه کسيزه بنچ د 22م دسمبر په شپه د پي ټي آی ګوند د ګوند په کچه شوو انتخاباتو باندې فېصله اورولې وه.

په فېصله کې ويل شوي وو، پي ټي آي چې د دسمبر په میاشت کې د ګوند په کچه کوم انتخابات کړي هغه د الېکشن کمېشن د قانون سره سم نه وو.

د پي ټي آی د ګوند په کچه انتخاباتو کې بېرسټر ګوهر خان د ګوند نوی چيرمېن ټاکل شوی وو.

د پي ټي آي د ګوند په کچه انتخاباتو ترسره شوو انتخاباتو ضد الېکشن کمېشن ته خواستونه شوي او اعتراضونه پرې راپورته کړی شوي وو.

د پاکستان الېکشن کمېشن په اتمه فرورۍ د عامو انتخاباتو اعلان کړی، د نامزدګۍ دپاره کاغذونه جمع کړی شوي او د جانچ پړتال عمل یې روان دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG