د پاکستان د سېنټ چېرمین د هیواد د دفاع او کورنیو چارو وزیران د ګل په ورځ سېنټ ته رابللي چې د سېنټ غړو ته د ډاکټر شکیل اپریدی د لپاره د جیل ماتولو ٫٫پلان ٬٬ په ځواب وکړي.
دپاکستان انګریزۍ ژبې ورځپانې د یو خبر تر مخه د جمعې په ورځ د سېنټ پخواني چېرمین رضا رباني د ډاکټر شکیل اپریدی د خوشي کولو لانجه وروستو د هغې راپورټه کړې کله چې په پاکستاني میډیا کې د ډاکټر شکیل اپریدی د پېښور نه د راولپنډۍ اډیاله جیل ته وړلو رپورټونه خپاره شول.
د ډان ورځپاڼې تر مخه ښاغلي رضا رباني د خارجي میډیا هغه رپورټونو اړخ ته هم اشاره وکړه چې وايي د امریکا استخباراتي ادارې سي ايي ای د ډاکټر شکیل اپریدی د خوشي کولو لپاره د پېښور جیل ٫٫ ماتولو پلان٬٬ ممکنه د ناکامۍ سره مخ شوی. دغه اندازې هغه مهال نورې هم قوي شوې کله چې ډاکټر شکیل اپریدی په یوه الوتکه کې د پېښور نه راولپنډۍ ښار ته ورسول شو.
د پاکستان خارجه دفتر د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ډاکټر شکیل اپریدی د خوشي کولو په اړه د پاکستان او امریکا ترمېنځه د څه قسمه جوړ جاړي رپورټونه رد کړي.
د پیپلز ګوند سېنټر رضا رباني تیره ورځ سېنټ ته ویلي:٫٫ مونږ دغه هر څه په مطبوعاتو کې اوریدلي، خو د خارجه دفتر ویاند لخوا د شکیل اپریدی د خوشي کولو لپاره د جیل ماتولو خبره ردول، او دغه د داخله وزارت ذمه واري ګرځول ، دا خبره رېښتیا کوي چې د امریکا استخباراتي اداره سي ايي ای په خوندي لار ډاکټر شکیل اپریدی خوشي کول غوښتل.٬٬
د تیرې یوې اوونۍ راهسې پاکستان کې داسې ګنګوسې تودې شوي دي چې حکومت واشنګټن کې د پاکستان د پخواني سفیر په بدل کې ډاکټر شکیل اپریدی امریکا ته په لیږلو تیار شوی دی.
خو دپاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دا اوازې رد کړي چې ګنې شکیل اپریدی د حسین حقاني په بدل کې امریکا ته ورکول کیږي.
د قبائیلي سیمې خیبر ایجنسۍ سره تعلق لرونکي ډاکټر شکیل اپریدي تور دی چې د پولیو د یو جعلي کمپائن په ترڅ کې یې د امریکایي استخباراتي ادارې سي ایي ای سره پاکستان کې د اسامه بن لادن په معلومولو کې مرسته کړې وه.
ډاکټر شکیل اپریدی ته د پاکستان یوې محکمې د تندروه ډلې سره د همکارۍ په تور د ۲۳ کاله بند سزا اورولې چې په دغه بند کې هغه اووه کاله تیر کړي اؤ وکیل یې وایي کیدی شي راتلونکې میاشت کې له بنده خلاص شي.