لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسينيټ دانتخاباتو نتيجې


دسينيټ دانتخاباتو نتيجې
دسينيټ دانتخاباتو نتيجې

دپاکستاني پارلمان دبرني ايوان( سينيټ) دانتخاباتو نتيجې راتلل شروع شوي چې له مخې يې ترټولو وړاندې دفاټا دڅلورو نشستونو فيصله شوې، ددغه ځايې دڅلورو نشستونو څخه هدايت الله، نجم الحسن، صالح شاه او بلال الرحمان سينيټران منتخب شوي، بلال الرحمان دقرعه اندازۍ په ذريعه منتخب کړى شوى.
تر دې مهاله دترلاسه شوؤ اطلاعاتو ترمخه دايم کيو ايم نسرين جليل، دپي پي پي سحر کامران دسينيټ دښځينه چوکو لپاره منتخب شوي ،په سندهـ کې دپي پي پي هر رام کشوري لال په اقليتي نشست بريالى شوى. طاهر مشهدي، مصطفي کمال ، مظفر حسين شاه هم سينيټران منتخب شوي.
دپي پي پي څخه رضا رباني، سعيد غني، اعجاز دهمرا او ډاکټر کريم خواجه کامياب شوي.
دپي ايم ايل ايف څخه مظفر حسين شاه دسينيټ انتخاباتو کې بريالى شوى. عبدالحفيظ شيخ او فاروق نسيم له دې وړاندې په سندهـ کې په ټيکنوکريټ سيټونو بې دمقابلې کامياب شوي وؤ.
په پنجاب کې دپي ايم ايل اين مشران سردار ذوالفقار کهوسه، رفيق رنجوانه ،ظفرالله او ايم حمزه بريالي گرځول شوي.
دپي پي پي مشر بابراعوان او ازاد اميدوار محسن لغاري هم دپنجاب څخه دسينيټ لپاره ټاکل شوي. دپي ايم ايل ، کيو کامل علي اغا هم عمومي سيټ گټلى. دښځو دسيټونو څخه دپي ايم ايل اين مشرې نصرت صديق او دپي پي پي مشرې خالده پروين کامياب شوي. دټيکنو کريټ په سيټونو اعتزاز احسن دپي پي او اسحاق ډار دپي ايم ايل اين څخه پرته له مقابلې بريالي شوي.
دپي ايم ايل کيو څخه مشاهد حسين بغير له مقابلې دټيکنو کريټ سيټ لپاره ټاکل شوى او دپي پي پي عثمان صفي الله په عمومي سيټ بريالى گرځول شوى.
په بلوچستان کې دسينيټ په عمومي نشستونو بريالي شوؤ کې مير اسرالله زاهري د(پي اين پي عوامي)، نواب زاهد سيف الله مگسي، محمد يوسف بلوچ او سردار فاتح محمد حسني دپي پي پي څخه بريالي شوي. سيدالحسن مندوخيل دپي ايم ايل کيو څخه او حمدالله سبوري دجى يو ائي ايف څخه منتخب شوي. داى اين پي کانديد داؤد خان اچکزى هم کامياب شوى. دبي اين پي عوامي څخه نسيمه احساس او روبينه عرفان دپي ايم ايل کيو څخه په بلوچستان کې دښځو دچوکو لپاره منتخب شوي.
دخپلې شپږ کلنې مودې پوره کولو وروستو 50 سناتوران دمارچ په 12مه نيټه ريټائر شوي وؤ او دغه نوي منتخب شوي سينيټران به دهغوي ځايې نيسي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG