لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د پوليو کمپاين په مهال اووه نورې پېښې مخې ته راغلي، ټولې ۱۱۱ شوې


په پاکستان کې د پوليو ضد پينځه ورځني کمپاين په مهال د پوليو اووه نور پېښې مخې ته راغلي دي، په تازه پېښو کې څلور نورې په خېبرپښتونخوا کې رپوټ شوي دي.

د تازه نوؤ اووه پېښو سره په پاکستان کې د پوليو ټوله شمېره ۱۱۱ ته ورسېده.

په پاکستان کې د پوليو د مخنيوي د قومي پروګرام ترمخه په تازه پېښو کې درې د خېبرپښتونخوا په لکي مروت او يوه په ټانک ضلع کې رپوټ شوې ده.

په خېبرپښتونخوا کې له دې وړاندې ۷۵ پېښې رپوټ شوې وې.

لکي مروت د خېبرپښتونخوا هغه ضلع وګرځېده چرته چې روان کال د پوليو تر ټولو زياتې پېښې مخې ته راغلې او د پوليو شمېره دغلته ۲۷ ته ورسېده، په خېبرپښتونخوا کې د پولیو نه په دوېم نمبر زیاته اغېزمنه ضلع بنو ده او دغلته تراوسه پورې د پوليو ۲۴ پېښې رپوټ شوي دي.

په اوسنيو تازه اووه پېښو کې دوه نورې د بلوچستان په نصيراباد او مستونګ ضلعو کې او بله د سيند صوبې په بدين ضلع کې مخې ته راغلې ده.

په پاکستان کې دا تازه پېښې په داسې حال کې رپوټ شوي چې په ملک کې د پوليو ضد پينځه ورځنی کمپاين روان دی.

پرون د خېبرپښتونخوا په کوز دير ضلع کې د پوليو ټيم ساتونکي دوه پوليس په وسله وال بريد کې وژل شوي وو.

تحریک طالبان پاکستان د پوليس وژنې زمه واري منلې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG