د پاکستان د سيند صوبې سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې په کراچۍ کې یې عمليات کړي او شام کې تربيه شوي دوه ترهګر یې نيولي دي. سي ټي ډي ويلي، په نيول شوو کسانو کې يو پخوانی پوليس اهلکار هم شامل دی. د سي ټي ډي بيان ځايي ميډيا او په رسنيو خپور شوی دی.
ویل شوي، سيد رضا احمد جعفري چې پخوانی پوليس اهلکار او د نوکرۍ څخه لرې کړی شوی او سيد خرم علي کاظمي نيول شوي او د دوی د ولقې نه دوه تماچې او بارود ترلاسه کړی شوي دي.
سي ټي ډي ويلي، په تفتيش کې ترهګرو انکشاف کړی چې تعلق یې د هايي ويليو ټارګټ يا غټې کچې اهداف په نخښه کوونکي ځانګړي سکوارډ يا ډلې سره دی او د بهر ملک نه ترلاسه شوي هدف باندې به مهم شخصيات وژل کېده، په هغو کې د مخالفه فرقې مهمه شخصيت او مفتيان شامل وو.
د سي ټي ډي ترمخه نیول شوو کسانو ويلي، د دوی د پروګرام ترمخه يو مهم تن یې په نخښه کولو او ځينې غېر ملکيان یې هم په نخښه وو خو سي ډي ټي دوی ونيول او کراچۍ يې د تباهۍ څخه بچ کړه. ویل شوي د نيول شوو ملزمانو نه نورې پلټنې روانې دي.
په 23م نومبر هم په کراچۍ کې سي ټي ډي دعوه کړې د سايټ تاڼې په علاقه کې یې عمليات کړي، او د لاقانونه ګرځول شوې ډلې لشکر جهنګوي سره تعلق لرونکي څلور ملزمان یې نيولي وو.
سي ډي ټي مطبوعاتو ته په شریکه کړې خبر پاڼه کې ویلي وو، نيول شوو ملزمانو په اورنګي ټاون کې خفيه سیل جوړ کړی وو په هدفي وژنو کې ککړ وو او ويره یې خوره کړې وه.
سي ټي ډي دعوه کړې، په نیول شوو کې د لشکر جهنګوي ياد ترهګر محمد امين عرف منا، عرف منير، عرف چنګاري د وژنو په 27 مقدمو کې نزدې نهه کاله قېد هم تېر کړی دی.
دغه رنګ بل نيول شوي شانواز عرف سليم مکېنک هم د وژنو په څو مقدمو کې نزدې 18 میاشتې بند تېر کړی دی.
سي ټي ډي د نيول شوو ملزمانو څخه د وسلو ترلاسه کېدو ویلي وو. په سيند صوبه او ځانګړي ډول کراچۍ کې هم سي ټي ډي وخت په وخت د وسله والو نيولو او مقابلو کې د وژلو دعوې کوي.
Forum