په قبائیلي سیمو کې د قدرتي افتونو په صورت کې د امداد حکومتي اداره ایف ډي ایم ای وايي ځايي خلک دې د خپلو کورو د بیا ودانولو دپاره دې د حکومتي جاج اخیستنې یا سروی انتظار نه کوي ځکه چې د زیانمن شوو کورونو عکسونه فوج اخیستلې دي او ددغه تصویرانو په بنیاد به تاوان ورکړی کیږي.
د ایف ډي ایم ای ترجمان سید عمر د وي او ای ډیوه ته ویلي فوج سره په جنوبي وزیرستان کې د نقصان شوو کورونو ریکارډ موجود دی او کوم خلک چې کولی شي هغوي د خپلو کورونو په بیا ابادولو لاس پورې کړي او د نوي سروی اتنظار دې نه کوي.
د جنوبي وزیرستان وسیدونکو سیمې ته ورغلي د ډیوه ریډیو خبریال عدنان بیټني ته ويلي دوي په خپلو ورانو کورونو کی په خیمو کی پراته دي. دوي ته وئیلی شوی دي که په خپل کور ئی لاس پورې کړو نو د دوي د نقصان اندازه به نشي کیدلې.
عمر وائي خلکو ته د شوي زیان او ابادی لپاره د پیسو ترلاسه کولو لپاره په جنوبي وزیرستان کی د ای ټي ایم دوه مشینونه لگولې دي.
د سید عمر د مرکې نور تفصیل دلته اوریدی شئ: