لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سټېټ بېنک د سود ۲۲ فیصد شرح په ځای وساتله


د څېړونکو اندازه وه چې سټېټ بېنک به د سود په شرح کې د ۱۵۰ بېسېس پواېنټس اضافه وکړي
د څېړونکو اندازه وه چې سټېټ بېنک به د سود په شرح کې د ۱۵۰ بېسېس پواېنټس اضافه وکړي

د څېړونکو د توقع برعکس د پاکستان سټېټ بېنک د سود ۲۲ فیصد شرح برقرار وساتله او زیاته يې نه کړه.

سټېټ بېنک د سود شرح په ځای د ساتلو فېصله د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې اعلان کړه.

توقع کېدله چې په پاکستان کې ګرانۍ د مخنیوي او د زر مبادله ذخيره ښه کولو دپاره سټېټ بېنک به په قرضونو د سود سرح زیاته کړي.

د څېړونکو اندازه وه چې سټېټ بېنک به د سود په شرح کې د ۱۵۰ بېسېس پواېنټس اضافه وکړي.

سټېټ بېنک د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په خپل بیان کې وویل چې د سېپټمبر په میاشت کې د پاکستان په افراط زر کې به د پام وړ زیاتوالی کېږي خو په اکتوبر او د اکتوبر نه پس به په افراط زر کې د کمي رجحان وي.

سټېټ بېنک وویل صارفینو دپاره د ګرانۍ په پېمانه، کنزیومر پرایس انډېکس، د اګست په میاشت کې د ګرانۍ کچه ۲۷ اشاریه څلورفیصد وه، په جولای کې د سي پي ايي سطح ۲۸ اشاریه درې فیصد وه.

د جولای په میاشت کې پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف نه د درې بېلین ډالرو مالیت قرض واخیستلو چې له امله يې اقتصاد د دیوالیه کېدو نه بچ شو خو اقتصاد يې اوس هم د مشکلاتو سره مخامخ دی، د زرمبادله ذخیزه يې کمه او په ملک کې د افراط زر سطحه زیاته ده.

د ايي اېم اېف قرض د اخیستلو دپاره د اقتصادي اصلاحاتو د لاندې پاکستان دپاره په ګرانۍ قابو موندل ګران شوي دي او روپۍ يې هم د ډالر په مقابل کې غورځېدلې ده.

سټېټ بېنک د تېر کال د اپرېل په میاشت کې د سود شرح د ۱۲ اشاریه ۲۵ نه ۲۲ فیصد ته زیاته کړې ده. د بېنک د مالیاتي تګلارې کمېټۍ د سږ کال د جولای په میاشت کې هم د سود شرح د ۲۲ فیصد په سطح برقرار ساتلې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG